تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /چهارشنبه/ وویل، د مخدرو موادو قاچاقبر او تولیدوونکي باید د اعتیاد د اصلي عواملو په توګه وځپل شي.
ښاغلي غني دا خبره په هیواد کې پر مخدرو موادو د روږدو د درملنې تر ټولو د ستر مرکز د پرانستنې په مراسمو کې وکړه.
ده اعتیاد د بېوزلۍ، بې روزګارۍ، بهرنیو هیوادونو ته د مهاجرت او په هیواد کې دننه د خلکو د بې ځایه کېدو په شان د افغانانو ستره ستونزه وبلله، ویې ویل چې اصلي ستونزه د مخدرو موادو د تولید په اړه د موجود باور څرنګوالی دی.
د ولسمشر له دې څرګندونو سره په یو وخت نن نیویارک ټایمز له هلمنده په یوه راپور کې د کروندګرو له قوله ویلي چې سږ کال تر تېرو کلونو د کوکنارو حاصل زیات ښکاري او نه یوازې د کوکنارو کروندګر بلکې وسله وال طالبان هم ورته خوشاله دي.
په راپور کې ویل شوي چې په هلمند کې جګړه د کوکنارو د فصل اخیستو ته ځنډېدلی ده.
ولسمشر غني وویل:«ډېر کلونه موږ

په داسي یو حالت کې وو چې پر حقایقو مو اعتراف نه کاوه. څوارلس کاله پخوا چې به هرکله د مخدرو موادو مسله یاده شوه، ویل به یې، دا زموږ ستونزه نه ده. موږ یې تولیدوو، تولید یې حرام دی، خو مجبوره یوو. نورو ته یې صادروو او په خپله پرې نه اخته کېږو.»
ولسمشر همداراز وویل:«یوه کوچني اقلیت د افغانستان د خلکو اکثریت برمته کړی دی. قاچاقبران او د مخدرو موادو تولیدوونکي د دې ناروغۍ مسوولیت په غاړه لري. دوی باید وځپل شي.»
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د شمېرنې پر اساس په ۲۰۱۵ م کال کې په افغانستان کې له دوه ملیونه او ۹ لکه تنو تر ۳ ملیونه او ۶ لکه تنو پوري مخدر مواد استعمالوي چې د افغانستان د ټول نفوس په سلو کې ۱۱ کېږي.
خو د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن د روږدو کسانو د درملنې د مرکز د پرانستنې په غونډه کې وویل چې له یو نیم ملیونو تر دوه نیم ملیونو پوري افغانان په مخدرو موادو روږدي دي او نور، چې شمېر یې تر ۳ نیم ملیونو اوړي، مخدر مواد استعمالوی مګر روږدي نه شي بلل کېدای.
له دومره زیاتو معتادانو سره سره په افغانستان کې د مخدرو موادو د درملنې ۱۰۵ مرکزونه فعال دي او د کال له ۳۵ زره تر ۴۰ زره روږدي پکې درمل کېدای شي.
د معتادانو د درملنې نوی مرکز د ناټو ځواکونو په پخوانۍ اډه کې، چې فونیکس نومېده، جوړ شوی دی.