تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: ولسمشر د جاپان د امپراتور ناروهیتو د تاج پوشۍ له مراسمو او د اذربایجان په کوربه توب د ناپېیلو هېوادونو اتلسم کنفرانس څخه وروسته هېواد ته راستون شو.
ولسمشر غني د ناپېیلو هېوادونو په کنفرانس کې له وینا او له حاشیوي لیدنو وروسته خپله وروستۍ وداعي لیدنه د اذربایجان له ولسمشر الهام علي ایف سره کړې او دواړو مشرانو په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.
ولسمشر غني، حمدالله محب او ورسره پلاوی تر دغې لیدنې وروسته د اذربایجان په حیدر علي عوف نړیوال هوايي ډګر کې لیدل شوی چې د مخه ښې لپاره ورسره د اذربایجان د اقتصاد وزیر میخایل جباروف او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رامیز حسنوف هم موجود و.
د ارګ چارواکو ویلي، ولسمشر به نن ماښام هېواد ته راورسېږي.