تاند، یکشنبه، د سنبلې ۳۱مه: ولسمشر غني، له عبدالله سره په مناظره کې د نه ګډون په تړاو د تاند ویبپاڼې خپور کړی راپور تایید کړ او زیاته یې کړه کوم کس چې پنځه کاله اسلامیات لوستي وي، پر اسلام یې مقالې لیکلې وي، له هغه سره د مناظرې په نوم څوک څه کوي چې د قران کریم د تلاوت ازموینه اخلي؟
ولسمشر غني دا خبره په کابل کې د شمشاد په نوم له یو شخصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې هغه مهال وکړه کله چې ترې چلوونکي وپوښتل ولې مو له عبدالله سره مناظره په ۹۰مه دقیقه کې لغوه کړه؟
ولسمشر وویل، هغه مناظره وه، باید عبدالله له برنامې سره راغلی وای، نه دا چې له ما څخه د قران کریم د تلاوت ازموینه واخلي، یا سپکې سپورې ووايي.
تاند د مؤثقو سرچینو په حواله د خبرونو او راپورونو په خپرولو کې د لوستونکو د علاقې وړ لومړني صف په ولاړو رسنیو کې حسابېږي.
د تاند خپور کړی راپور یو ځل بیا تاسو ته وړاندې کوو:
ولسمشر غني ولې له عبدالله عبدالله سره مناظره ونه کړه؟
تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: د ملي وحدت حکومت یوې مؤثقې سرچینې تاند ته د اریانا نیوز په مناظره کې د ولسمشر غني د نه ګډون له راز څخه پرده پورته کړې ده.
د حکومت دغې مؤثقې سرچینې ویلي، په مناظره کې پلان دا و چې نطاق له ولسمشر څخه د قراني آیتونو د قرائتولو غوښتنه وکړي او ترې وروسته ولسمشر غني د تالار له منځ څخه په بوټانو وویشتل شي.
سرچینه وايي، د عبدالله د ثبات او همګرايې ټیم د دغې مناظرې او ټاکنیزې مبارزې لپاره د اریانا ټلویزیون په پیسو پېرلی او نطاق ته سوال ورکول شوی و چې دی به له ولسمشر څخه پوښتنه کوي چې آیتونه، شعرونه او متلونه ولې په غونډو کې ناسم لولې: (( ټول سوالونه د عبدالله په خوښه جوړ شوي وو، یو سوال دا و چې ولسمشر به دعای قنوت لولي، په منځ کې به عبدالله ځان ورشاملوي چې ولسمشر که ځانته مسلمان وايي، نو د سوره النور تر ټولو سخت لوستل کېدونکي ایتونه دې ولولي، په پای کې پلان دا و چې د عبدالله کسانو به د تالار مخکې څوکیو کې ځای نیولی وي او پر ولسمشر به د بوټانو ګوزارونه کوي.))
سرچینه زیاتوي، ارګ ته کره معلومات رسېدلي وو چې عبدالله او ټیم یې غواړي ولسمشر غني ته په دغه مناظره کې له اخلاقي پلوه بدنامي جوړه کړي، ولس احساساتي کړي او له همدې کبله یې په ولسمشر غني پسې قران کریم وړی و، تر څو ورته ووايي چې ته مسلمان نه یې مګر قران کریم دې ټاکنیزه نښه ګرځولې ده.
سرچینه وايي، ولسمشر غني دا مناظره نه ده لغوه کړې، بلکې ویلي یې دي چې مناظره دې په تعویقي حالت کې وي او دی به ورته بل کوم وخت خپله برنامه تشریح کړي.
د دغې سرچینې په قول که ولسمشر غني له عبدالله عبدالله سره په دغه مناظره کې ګډون کړی وای افغانستان به په یوه بله جګړه اوښتی وای چې عبدالله او ډلې یې همدې ته زمینه برابره کړې وه: (( ارګ ته د مازیګر په څلورو بجو خبر راغی چې عبدالله عبدالله غواړي، مناظرې ته قران کریم راوړي او دا مناظره د کفر او اسلام په نوم تمامه کړي.))
د سرچینې په حواله عبدالله غوښتل مناظره د یو علمي بحث او د پروګرامونو د تشریح پر ځای په یو جنجال واړوي چې په دې برخه کې ورسره اریانا ټلویزیون هم پوره لاس یو کړی و: (( ارګ ته معلومات ورسېدل چې اریانا ټلویزیون په ټاکنو کې د عبدالله ډلې په ګټه لوبېږي، ولسمشر بیا هم له مناظرې شاته نشو، دغه راز د اشرف غني پلویانو ته په تالار کې ډېر کم سیټونه جلا شوي وو چې ډیری یې د کامره مینانو تر څنګ او شاته سیټونه وو.))
سرچینه زیاتوي، ولسمشر د عبدالله هر پلان ته له بشپړ چمتووالي سره ور روان و، مګر تر اتو بجو پورې د عبدالله ډلې له پي پي ایس سره پنځه ځلې په تالار کې نښته وکړه او ناموسي ښکنځلې یې وکړې، چې د اریانا ټلویزیون یې پر وړاندې بې تفاوتي وښودله او هیڅ غبرګون یې ښکاره نکړ.
سرچینه وايي، ولسمشر ته په وروستیو شېبو کې سلاکارانو همدا مشوره ورکړه چې د هېواد په زیان یوه لویه دسیسه ( مناظره کې په نه ګډون) شنډه کړي او خپله برخه مناظره تعویقي حالت ته واچوي.
دا په داسې حال کې ده چې د مناظرې ځینې ګډونوال هم تاند ته دا خبرې تاییدوي او وايي، د عبدالله کمپاینرانو وار له مخې د غونډې د ګډوډولو پوره هڅه وکړه او په څوکیو کې هم د غني تر پلویانو د عبدالله پلویان زیات راټول شوي وو.
بلخوا په مناظره کې عبدالله عبدالله بیا وویل، ولسمشر غني باید تېښته نه وای کړې او مناظره کې یې باید پروګرامونه ورسره موازنه کړي وای.