تاند (دوشنبه، د حوت۲۶) په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کوروناوایرسو مثبتې پېښې ۲۲ ته ورسېدې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له دې چټک خپرېدونکي وایرس سره د مبارزې لپاره د چین له تجربو د کار اخیستلو سپارښتنه وکړه.
د دوشنبې د ورځې تر پایه په هرات کې ۱۳، په سمنګان کې ۳، لوګر ۲، او په بادغیس، کاپیسا، بلخ او دایکنډي ولایتونو کې یوه – یوه پېښه ثبت شوې ده.
ښاغلي غني محمداشرف د چین د ولسي جمهوریت سفیر وانګ یوو سره په کتنه کې له کورونا ویروس سره د مبارزې په څرنګوالي او په دې برخه کې د چین له تجربو څخه پر استفادې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې د ولسمشر لومړي مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم حاضر ول.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د چین حکومت وړاندیز وستایه ويې ویل، اړوندې ادارې به له دغو مرستو څخه د ګټورې استفادې پر څرنګوالي کار وکړي.
ده زیاته کړه« تېره ورځ مې د سارک سازمان د مشرانو په ویډیو کنفرانس کې وړاندیز وکړ چې د سارک او شانګهای سازمانونو غړي هیوادونه دې له کورونا وایرس سره د موثرې او دوامداره مبارزې په برخه کې خپلې هڅې همغږې کړي.
ښاغلي غني وویل«موږ غواړو د چین له تجربو زده کړه وکړو چې په کورونا د اخته ناروغانو د درملنې لپاره د کلینیکونود دقیقو او سمو ودانیو جوړولو په برخه کې چټک اقدام وکړو. موږ همدا راز غواړو د چین له هغو تجربو څخه چې څه ډول یې په ښاري سیمو کې له کورونا وایرس سره مبارزه کړې استفاده وکړو، ځکه زموږ ښارونه هم زیانګالي دي. دې ته ورته موږ غواړو په ووهان ښار کې له کورونا وایرس سره د مبارزې په برخه کې د چین له کلیدې تجربو هم استفاده وکړو او د ویډیو کنفرانس له لارې به په دغه ښار کې د چین له روغتیایي متخصصانو سره وصل شو.»
ولسمشر غني همداراز یادونه وکړه چې افغانستان به له کورونا وایروسو سره د مبارزې په خاطر طبي تجهیزات له خپلې ملي بودجې څخه وپیري.
تراوسه پورې په افغانستان کې د کورونا په وایرسو ټول تشخیص شوۍ کسان له ایران څخه راغلي دي. ایران یو له هغو هیوادونو حخه دی چې د کورونا وایرسو له چین او ایټالیا څخه وروسته زیات ځپلی دی خو ځیني کتونکي وايي چې ایران تر ایټالیا زیات کورونا وهلي لري مګر د دغه هیواد حکومت یې پټوي.
ولسمشر غني پر هرات ولایت تمرکز مهم وباله، ویې ویل« موږ له ایران سره پرانیستې پوله لرو چې له لارې یې هره ورځ زرګونه افغانان هېواد ته راستنېږي او موږ غواړو په هرات کې د کورونا پر وړاندې هغه ډول مبارزه وشي چې تاسې په ووهان ښار کې تجربه کړه.»
د چین سفر وویل، د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت څخه یې یو لیست ترلاسه کړی او هڅه کوي هغه تجهیزات چې د کورونا وایرس مخینوي په خاطر ورته اړتیا لرئ، برابر کړي.
هغه زیاته کړه، همدا چې ارومچي ښار ته بیا الوتنې پیل شي، د افغانستان وړانديز شوي تجهیزات به دغه هیواد ته راولېږدول شي.