تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: ولسمشر غني، نن د افغانستان د اوبو د مدیریت او د کرنیزې ودې په برخه کې د جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د هڅو او فعالیتونو ستاینه کړې ده.
ولسمشرغني نن مازیګر ډاکټر ناکامورا په ارګ کې مېلمه کړی او ورته یې ویلي افغانستان ویاړي چې نوموړي ته د افغانانو لپاره د ترسره کړیو خدمتونوله کبله تابعیت ورکوي.
ولسمشر غني همدا راز د انکشافي او کرنیزو پروژو په تطبیق کې د جاپان د کړیو مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه افغانانو د جاپان له تجربو څخه ګڼو برخو کې استفاده کړې ده.
په لیدنه کې پخپله ډاکټر ناکامورا هم له ولسمشر څخه مننه کړې او ویلي یې دي جاپان د یو دوست هېواد په توګه د افغانستان لاسنیوي ته هر کله چمتو دی.
ډاکټر ناکامورا په ننګرهار کې مېشت د جاپان د مرستو همغږی کوونکی او مسوول کس دی چې په خلکو کې خورا محبوبیت لري او په ختیځ کې یې ګڼې پروژې تطبیق کړې دي.
افغان حکومت ښاغلي ناکامورا ته د هغه د خدمتونو له کبله افتخاري تابعیت هم څو میاشتې وړاندې ورکړ.