تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /چهارشنبه/ وویل، هیڅوک خپله خوښه او غوښتنې د تهدید له لارې پر افغانانو نه شي تپلی.

ده تاکید وکاوه چې د کورنیو او بهرنیو چارو په وړاندې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت دریځ ثابت او څرګند دی.

ولسمشر غني د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶ کالیزې په مناسبت په وینا کې یو وار بیا پر ګاونډیو هیوادونو ږغ وکړ چې د تروریزم پر ضد جګړې ته لومړیتوب ورکړي.

ده وویل چې د ملي یووالي حکومت له ګاونډیو هیوادونو سره ښو او دوستانه اړیکو ته لېوال دی او له هغو هیوادونو یې مننه وکړه چې له افغانستان سره یې مرستې کړي دي.

له ډېرو کلونو وروسته سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ کالیزه په بې ساري ډول ولمانځل شوه. په تېرو ۱۴ کلونو کې ډېره هڅه کېده چې د مجاهدینو د بري کالیزه یعني د ثور اتمه په ځوږ ولمانځل شي او د اسد د ۲۸ مې هسي برسېرنه یادونه وشي.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان او افغانانو دښمنان غواړي چې افغانستان کمزوری او خوار وي خو افغانان به د خدای تعالي په غوښتنه تلپاتې او ابدي وي.

ده د دولت وسله وال مخالفان یاغیان وبلل او د بېګناه ملکي افغانانو پر وژلو یې تورن کړل.

وسله والو سرزورو په وروستیو کې، په تېره بیا د ملا عمر د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته په خپل منځ کې د درز د مخنیوي لپاره په بې ساري ډول حملو ته زور ورکړی چې په ترڅ کې یې په سلګونو ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امنیتي ځواکونو سرشیندنې وستایلې، ویې ویل چې حکومت د ملت د خدمتګارانو لپاره ۱۰۰۰ میډالونه ځانګړي کړي دي چې لویه برخه به یې امنیتي ځواکونو ته ورکړای شي.

ده همداراز د هغو امنیتي ځواکونو، چې په جګړه کې وژل شوي دي، د کورنیو د غړیو ملاتړ اعلان کړ.

ولسمشر دیني عالمان هم د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په خاطر وستایل.

د خپلواکۍ ۹۶ مه کالیزه په اکثرو ولایتونو کې هم په اتڼونو، رسم ګذشتونو او ترانو ویلو ولمانځل شوه.

افغانستان د غازي امان الله خان په مشرۍ په ۱۹۱۹ م کال د بریتانیا له امپراتورۍ خپلواکي واخیسته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *