تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پاکستان د تروریزم د ملاتړ په خاطر په نړۍ کې منزوي شوی دی، خو رټل شوی پاکستان د افغانستان په خیر نه دی.
ښاغلي غني دا خبره پرون /جمعه/ د لوی کندهار له قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وکړه.
ده وویل« نن پاکستان په انزوا کې دی، خو منزوي پاکستان زموږ په ګټه نه دی، موږ باید بالاخره له پاکستان سره د دولت په توګه سولې ته ورسېږو او هغوی د تروریستانو له ملاتړ څخه لاس اخیستنې ته وهڅول شي.»
پاکستان په وروستیو کې د افغانستان د سپین بولدک پر دوو کلیو لقمان او نظر یرغل وکړ او هڅه یې وکړه چې هلته سرشمېرنه وکړي خو افغان سرحدي پولیسو اجازه ورنه کړه. دا مسله یو وار بیا پاکستان ته پلمه په لاس ورکړه چې پر افغانستان د اقتصادي فشار د زیاتولو لپاره د چمن – سپین بولدک لار بنده کړي.
ولسمشر غني د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ښه کولو لپاره هلوځلو ته په اشارې وویل« په تېرودوه نیمو کالو کې په دې وتوانېدو چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره دوستانه اړیکې او همکارۍ رامنځته کړو او دغه اړیکې او همکارۍ ورځ تر بلې لا پیاوړې او پراخېږي.»
ولسمشر غني د لوی کندهار له قومي مشرانو سره د خبرو په مهال د زابل د خاک افغان له ولسونو مننه وکړه چې له دې ولسوالۍ څخه یې د ترهګرو په شړلو کې همکاري وکړه.
خاک افغان ولسوالي له تېرو ۱۴ کلونو راهیسي د دولت د وسله والو مخالفانو په کنټرول کې وه.