تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: ولسمشر غني له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د کمپاین په وروستیو کې یو فرمان صادر کړی چې له مخې به یې د یو شمېر زنداني مېرمنو د زندان موده راکمېږي او یو شمېر به یې بخښل کېږي.

 په دې اړه ارګ په یوه خبرپاڼه کې راغلي، هغه زنداني مېرمنې چې د درېواړو محکمو له لوري تر دریو کلونو پورې په زندان محکومې شوې دي، د نوي فرمان له مخې به خوشې کېږي.

 په فرمان کې همدا راز د هغو ښځو د زندان موده هم راکمه شوې چې له ۳ کلونو تر ۳۰ کلونو پورې په زندان محکومې دي.

 راپورونه  وايي، ولسمشر دا فرمان په داسې حال کې ورکړی دی چې دا مهال ۸۰۰ مېرمنې د افغانستان په زندانونو کې بندیانې دي، دغه راز دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې ګام پورته کوي او له دریو کلونو څخه په کم بند محکومې مېرمنې له زندانونو خوشې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *