ولسمشر غني

د نابغه خوشال بابا په څلور ورځنی سیمینار کې ولسمشر محمد اشرف غني خپله وینا، د خوشال بابا په لاندې بیت را پیل کړه:

د خوشال قدر که اوس په هیچا نشته

پس له مرګه به یې یاد کا، ډېر عالم

ولسمشر غني وویل: کله چې پر ما غم راشي، نو  د دروېش دراني اثار لولم.

عبیدالله دروېش درانی، د پښتو ژبې شاعر او لیکوال دی. چې د شعرونه کتابونه:

۱ـ  اغزنه لاره

۲- زخمي لاسونه

۳ـ  هوا او څراغونه

۴ـ  ستوري په لمن کې

۵ـ  په کاڼي کې هنداره

۶ـ  په ناورین پسې ناورین

۷ـ  دا بوټی به لونګ شي

۸ـ  کر د ګلو

په نثر کې:

۱ـ  پښتو عروض

۲ـ  د پښتني ژوند کړه او وړه

ښاغلي ولسمشر څېړنوال عبدالغفور لېوال ته په خطاب کې وویل: (لېوال صاحب! ډېره مننه چې زما په غوښتنه دي، پر سلطان بابا منظومه ولیکل.) سلطان بابا د افغانستان په فولکلوریکو روایتونو کې یوه عرفاني زړه حماسه ده. دغه حماسه د لوګر د محمد اغې او ازري ولسوالیو تر منځ د سلطان بابا په نوم غره کې رامنځته شوې ده. د خلکو باور دا دی چې دغه سلطان بابا اوس هم ژوندی دی او په دغه غره کې په طلایي ځنځرونو تړلی شوی دی. نو د سلطان بابا منظومه د همدغي عرفاني حماسې شرحه ده. د ځوانانو لپاره یې لوستل ځکه ضروري دي چې یو خو به د خپل هیواد په تاریخ پوه شي او بل به د سلطان بابا د منظومې مطالعه، د دوی په وجود کې د وطن دوستۍ حس را ژوندی کړي.

ښاغلي غني له استاد حبیب الله رفېع څخه مننه وکړه، چې د خوشال خان خټک په خپل لاس لیکل شوي خطي نسخې څخه یې د خوشال خان خټک د دیوان متن ترتيب او چاپ ته اماده کړ او پر هغه یې يوه ګټوره او له مالوماتو ډکه سریزه لیکلې ده.

ولسمشر وویل: (په ۱۹۸۰ میلادي کال کې مې درې میاشتي پرله پسې یوازي د خوشال خان خټک اثار ولوستل.) چې په وینا یې ډېر څه یې د خوشال له کتابونو زده کړي دي.

د ولسمشر په وینا: (د خوشال خان په زمانه کې له کندهاره تر پېښوره  پر لويو لارو د خانانو کورنۍ پرتې وې، دوی د مغلي حکومت له خوا ګمارل شوي وې، تر څو پر دغه لارو منځنۍ اسيا ته د تېرېدونکو سوداګریزو کاروانونو امنيت وساتي او ماليه ځيني راټوله کړي. په دغو کاروانو کې به اکثره وخت پوهان، عالمان او د بېلا- بيلو علومو او فنونو خلک هم ول، چې د دغو کورنيو په ميلمستونونو او کاروان سرايونو کې به دېره کېدل، دغه علت وو چي په دغو کورنیو کې يې د فکر تولید او  د کتابونو لیکلو ته زمينه برابره کړه.)

هغه زیاته کړه: (ځینو څېړونکو دا خانان د غربي ټولنو له فیوډالانو سره ور ته ګڼلي، خو دا ډول خانۍ او فیوډالیزم فرق سره لري ځکه په فیوډالیزم کې هلته لارډ او بزګر له یو بل سره په تضاد کې ول، خو دلته په خاني جوړښت کې خان او بزګر سره تړلي وو، ځکه خو وايي: (چې خان یې په یاران یې.) خو له بده مرغه د خان تضاد د نورو خېلونو له خانانو سره وي نو ځکه زموږ نقاق او د مغلولو بریا وه.)

د ولسمشر په خبره، د خوشال خان ارزوګانې، میرویس نیکه عملي کړې او احمد شاه بابا پسې بشپړي کړې.

ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې د پښتو ژبې د بل کلاسیک شاعر، عبدالحمید مومند قبر به جوړوي، له علومو اکاډمۍ څخه یې وغوښتل چې د پښتونخوا د شاعرانو او لیکوالو د کتابونو چاپ ته دي د اکاډمۍ له خوا په چاپېدوکو کتابونو کې ځای ورکړي. هغه همدازار د افغانستان له مالیې وزارت وغوښتل چې  په پېښور کې په افغان بېلډ‌ینګ کي یو فرهنګ تون جوړ کړي او هلته دې یو مناسب ځای د مشاعرو او ادبي فعالیتونو لپاره جوړ کړي.

د نابغه خوشال د سیمینار په وروستۍ ورځ د دغه سیمینار جوړونکو او ګډونوالو له خوا پریکړه لیک وړاندي شو، چي لاندي غوښتني پکې راغلي وې:

۱ـ  د افغانستان يو لوی دولتي پوهنتون دي د خوشال خان په نامه ونومول شي.

۲ـ  د خوشال خان په نوم دي، یو عالي دولتي مډال جوړ شي.

۳ـ  غوره اثارو ته دي، د علومو اکاډمۍ له خوا د خوشال خان په نامه فرهنګي او ادبي جايزه وټاکل شي.

۴ـ  افغان حکومت دي، د ملګرو ملتونو، د فرهنګي، ښوونیزي څانګې، یونیسکو څخه وغواړي چې د خوشال خان ټول اثار د يونیسکو په رسمي ژبو وژباړي.

۵ـ  د خوشال خان په خپل لاس د لیکل شوي خطي نسخې د ساتني له پاره دي، د افغانستان علومو اکاډمۍ کې یوه خونه ځانګړې شي.

۶ـ  له یونیسکو څخه دي وغوښتل شي چې د خوشال بابا په لاس لیکل شوې خطې نسخه، د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې شامله کړي او د دغي نسخې درملني له پاره دي د نسخه پوهني يو ډاکټر را ولېږل شي، چي د نسخې درملنه وکړي.  

د نابغه خوشال بابا د سیمینار په ویاړ لس ټوکه کتابونو، چې ۹۰۰۰ مخونه کېږي، چاپ شوي ول.

په کندهار کې د کندهار پوهنتون سره په ګډه د یوې ورځې لپاره د عبیدالله دروېش دراني او طاهر اپرېدي ستاینغونډه هم جوړه شوې وه، چې د دغې غونډې په ویاړ هم د دروېش دراني او طاهر اپريدي کتابونه چاپ شوي ول.

راپور لیکونکی: عصمت بهیر

۱۳۹۷ لندۍ ۳۰

One thought on “ولسمشر غني، یومهال د څېړنو لپاره په ۳ میاشتو کې د خوشال بابا اثار لوستي”
  1. سلطان سید احمد پیر دی
    دی تړلی په ځنځیر دی
    که یوځل سلطان را خلاص شو
    په دوزخ به پنجه کېږدي
    سلطان کله خلاصیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *