تاند- د افغانستان ولسمشر او لومړۍ مېرمن نن /شنبه/ په ارګ کې له هغو ۶ روبات جوړونکو نجونو سره وکتل چې په وروستیو ورځو کې یې د واشنګټن په روباتیک سیالیو کې ګډون کړی وو.
ولسمشر غني د افغانستان د روباتیک ټیم غړیو ته په امریکا کې د زړه ورتیا د جایزې د ګټلو په خاطر مبارکي وویله، ویې ویل«تاسو نړیوالو ته د افغانستان یو نوی تصویر وړاندې کړ.»
ده همداراز وویل چې افغان نجونې خپلې راتلونکې ته خوشبینه خلاقې او نوښتګرې دي. تاسو د نورو افغان نجونو زده کوونکو ترڅنګ د انګېزې او نوښت ښه بېلګه یاست.»
ولسمشر غني شپږ واړو نجونو ته نغدې پیسې هم ورکړې.
د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم په واشنګټن کې د روبوټ په نړیوالو سیالیو کې د نړۍ په ۱۶۳ ډلو کې یوولسم شو.
روباټ جوړوونکو نجونو له ولسمشر سره په کتنه کې وویل، «ویاړو چې افغانانې یوو، غواړو چې زده کړو ته دوام ورکړو او په راتلونکې کې خپل علم له نورو سره شریک کړو.»