تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سترې محکمې په مشوره پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې اوسني غړي د دې جرګې تر راتلونکو انتخاباتو پوري کار ته دوام ورکړي.
ښاغلي غني نن وویل چې د ولسي جرګې د راتلونکې دورې د انتخاباتو نېټه به په یوه میاشت کې اعلان کړي.
د اوسنۍ ولسي جرګې د کار دوره د سرطان په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.
د ولسي جرګې انتخابات د انتخاباتو په قوانینو او کمیسیونونو کې د اصلاحاتو پر سر د اختلاف له کبله ځنډېدلي دي خو اوس داسي ښکاري چې اختلافات حل شوي وي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په انتخاباتي سیستم کې د اصلاحاتو لپاره یې ولسمشر ته خپله لیکلې طرحه وړاندې کړې ده.
د افغانستان د اساسي قانون د درې اتیایمې مادې له مخې د ولسي جرګه د کار دوره پنځه کاله ده او د سرطان په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د نتیجو له اعلانه وروسته پای ته رسیږي او نوې استازي به په کار پیل کوي.
ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې انتخابات د روان کال په پسرلي کې وشي، خو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د راولاړو شویو ستونزو له امله وځنډېدل.
ولسمشر محمد اشرف غني د سترې محکمې ترڅنګ له بېلابېلو مشرانو او ولسي استازو سره د اوسنۍ ولسي جرګې د کار د دوام په اړه سلا مشورې وکړې.