تاند- د افغانستان ولسمشر، اجرايي رييس او د ملي امنیت سلاکار نن جلال اباد ته لاړل چې په دغه ښار کې د شنبې د ورځې د تروریستي حملې د قربانیانو له خپلوانو او ټپیانو سره خواخوږي څرګنده کړي.

د جلال اباد په انتحاري حمله کې ۳۵ تنه ووژل شول او ۱۲۵ نور ژوبل شول.

په لومړۍ ورځ د حملې مسوولیت داعش په غاړه واخیست خو وروسته د دې ډلې په استازیتوب یوه تن وویل چې دا برید دوی نه دی کړی.

ولسمشر غني په جلال اباد کې د انتحاري حملې د قربانیانو د کورنیو غړیو ته وویل چې د دې او نورو حملو عاملان د افغانستان دښمنان دي.

ده وویل:«دا جګړه پر موږ تپل شوې ده. موږ سوله غواړو. ټولو ته زموږ پیغام دا دی چې روحیه مو لوړه ده او عزم مو کلک دی. موږ به تشدد ته سر ټیټ نه کړو.»

ولسمشر غني د دولت وسله والو مخالفانو ته په خطاب کې وویل:«که جرات لرئ زموږ له سرتېرو سره مخامخ شئ، نه له ماشومانو سره.»

ده زیاته کړه، نفاق د نورو نفوذ ته لاره برابروي. د وسلې غیر مسؤول استعمال وطن ته ګواښ دی. موږ په یوه کښتۍ کې سپاره یو، او د دې کښتۍ نوم افغانستان دی، هر څوک که فکر کوي چې په کښتۍ کې خپله برخه سورۍ کوي، غلط دي. دوی ټول افغانستان ته ګواښ متوجه کوي. ټول به یې مخه نیسو.

اجرايي رييس عبدالله عبدالله وویل چې د جلال اباد چاودنه نه یوازې د جلال اباد لپاره ناورین و بلکې د ټول افغانستان غمیزه وه.

ده دا هم وویل چې امنیتي ځواکونه د دې پېښې په اړه تحقیقات کوي.

One thought on “ولسمشر غني او اجرايي رييس د جلال اباد د حملې د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي وکړه”
  1. نه پوهيګم چه حقيقت ولی پټوۍ او د مړو شمير د صحت عامی د رييس په قول 150 ته رسيدلی. که پدی ډول دوه سری دولت چه د پرمختګ هيڅ لوری نلري خپله ناکامي پټوي هيڅ فايده به ونکړي. زما په اند که دولت داري په همدی ډول روانه وي په نږدی راتلونکی کی به مونږ د دولت د مخالفينو ليکی لا قوي ووينو او ټول اولس يي شايد ملاتړی ووسي. پدی ډول خو به کم از کم عام ولس يو څه خوندي ژوند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *