تاند- د افغانستان ولسمشر او اجرايي رييس نن /جمعه/ په نااعلان شوي سفر پنجشېر ته لاړل.
پنجشېر ته د دوی د سفر هدف او اجنډا نه ده څرګنده شوې.
عبدالله عبدالله په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې نن یې ولسمشر غني ته په پنجشېر دره کې مېلمستیا کړې ده.
«ما نن ولسمشر اشرف غني ته په پنجشېر دره کې مېلمستیا کړې. موږ به ۲۰۱۶ م کال د خپل هیواد راتلونکې ته په نویو هیلو پیل کړو.»
ټاکل شوې ده چې دوی د پنجشېر له قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وویني او د پنجشېر د مسایلو په اړه ورسره خبرې وکړي.
پنجشېر د افغانستان یو تر ګردو ارام او سوله ییز ولایت دی خو ډېری اوسېدونکي یې د کاروبار لپاره په کابل کې اوسي.
داحمدشاه مسعود قبرته تللې په فېسبوک کې ېې عکسونه خپاره وې
دوی دواړو د نوي عیسوي کال د خو شحا لیو د نما ځلو لپاره پنجشیر ته سفر کړۍ وه