تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوه مهم کاندیدان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله نن شپه په یوه ژوندۍ تلویزیوني مناظره کې ګډون وکړي.

دواړو کاندیدانو له تلویزیونونو سره جلا جلا مرکې کړي او په ځانګړي ډول عبدالله عبدالله پر ولسمشر غني نیوکې کړي خو دا به لومړی ځل وي چې دوی په یوه تلویزیوني مناظره کې له یو بل سره مخامخ کېږي.

د ۲۰۰۹ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشرۍ مطرح کاندیدانو په یوه مناظره کې برخه واخیسته چې ازادي راډیو خپره کړه خو هغه مهال عبدالله عبدالله حاضر نه شو چې په مناظره کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ښاغلیو غني او عبدالله مناظره له اریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه د شپې په ۸ بجې او ۳۰ دقیقې خپره شي.

عبدالله عبدالله د نن شپې د مناظرې په درشل کې پرون (یکشنبه) تور ولګاوه چې ولسمشر غني د انتخاباتي کمپاینونو لپاره له دولتي امکاناتو کار اخلي خو ارګ د عبدالله دا تور بې اساسه بللی دی.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ انتخابات د میزان په ۶ مه وشي. د دغو انتخاباتو د امنیت د خوندیتابه لپاره ۷۰ زره سرتېري ګومارل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د انتخاباتو د امنیت پلان چمتو شوی او په څو پړاوونو کې به تطبیق شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې حساس او غیرحساس انتخاباتي مواد یې د ټولو ولایتونو مرکزونو ته رسولي دي.

د دې کمیسیون د معلوماتو پر اساس د د رای ورکولو ۵ زره ۳۷۳ مرکزونه یې په پام کې نیولي و خو د امنیتي ستونزو له کبله د هغو له منځه ۴۳۱ مرکزونه نه پرانیزي او ۴۹۴۲ به د انتخاباتو په ورځ پرانیستي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *