تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: ولسمشر غني نن ماسپښين د مونیخ ۵۶ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو د سنا جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

ارګ وایي، په دغه کتنه کې چې د امریکا متحده ایالتونو د سناجرګې د نظامي خدمتونو، چاپیریال ساتنې، فوایدعامې، بانکدارۍ او ښارجوړولو او بودجې کمېټو رئیسانو هم حضور درلود، پر بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول افغان سولې، د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او افغانستان سره ددغه هیواد د ملاتړ د دوام په اړه بحث او خبرې وشوې.

سناتورانو له افغان ولسمشر نه د سولې پروسې، د امریکایي ځواکونو دکمولو او پر وضعیت د هغه د اغېزو په اړه خپلې پوښتنې هم مطرح کړې او ولسمشر غني د تاوتریخوالي او جنګ ختمولو، د تروریستانو د امن ځایونو، اوربند او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې معلومات ورکړل.

ولسمشر یو ځل بیا تروریزم افغانستان، امریکا او سیمې ته اصلي ګواښ وباله او د داعش پر ضد یې د افغانستان د مبارزې د یادولو پر مهال، د تروریزم پرضدد ګډې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د افغان دولت پر مالکیت او رهبرۍ د سولې پر پروسې په اړه وویل، د افغانستان اجنډا سیمه ییزې همکارۍ او د مرکزي اسیا هیوادونو سره د ترانزیټ او سوداګرۍ پراختیا ده.

په دغه کتنه کې امرالله صالح هم د طالبانو له لوري د افغانستان ملي امنیت ته د موجوده متوجه ګواښونو په اړه خپله ارزونه تشریح کړه او د طالبانو د ظرفیت او دا چې دوی څنګه او په کومو امکاناتو او بهرنۍ رهبرۍ دغه جګړه د افغانانو پر ضد مخته وړي، تفصیلي توضیحات وړاندې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي لوری له طالبانو سره راتلونکو اوونیو کې د سولې د هوکړې امکان خبر ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *