په حقیقت ولاړه او ثابته خبره ده چې له یو ریالېست او وطن پاله شخصیت سره د فاسدینو، لوټمارانو او وطن پلورنکو سره سیاسي او منطقي وخت تیری ګران او ناممکن دی.

ځینې افراد په ډېرې سپین سترګۍ هڅې کوي تر څو حقایق نابود او ولس ته ریښتنې څېرې په داسې بڼه انځور کړي، چې د دوی د نامشروع کارونو لپاره زمینه سازي وشي او دا کومه نوې خبره هم نه ده په تېر تاریخ کې څو ځله تکرار شوي او خلک یې د نظام د رکود لپاره ذهناً او جسماً تیار کړي دي.

خو تر څنګ یې ولسې مینه او ولسي ملاتړ هغه څه دي، چې د وطن پلورنکو لپاره دوه ستر دردونه جوړ شوي دي، ځکه کله چې دوی په سپینه جامه د تور داغ د لږولو هڅه وکړي د ولس لخوا په ثابتو حقایقو د داسې عکس العمل سره مخ شي چې اټکل یې له فکرونو پورته وي.

ولسمشر غني چې د (ناکامو دولتونو سمونه) په نوم کتاب یې په نړیواله کچه نړیوال بازار لري، تر بل هر چا د وروسته پاتې هېواد افغانستان لپاره یې چې کومې برنامې، طرحې، پلانونه، پالیسۍ او ستراتیژۍ د تطبیق وروسته پلي کړي دي، نړیوال ورته زیات ګوته په غاښ پاتې شوي دي.

اشرف غني په خپل اثر (عادلانه نظام) کې لیکي چې” ﺍﺻﻠﯽ ﺳﺘﻮﻧﺰﻩ ﭘﻪ ﺳﺮﭼﻴﻨﻪ ﮐﯽ ﺩﻩ، ﺩ ﺩﻭﻟﺖ ﮐﺎﺑﻴﻨﻪ ﺩ ﺳﺮﭼﻴﻨې ﭘﻪ ﺗﻮﮔﻪ ﭘﻪ ﺩﻏﻪ ﻓﺴﺎﺩ ﮐﮑړﻩ ﺩﻩ”

دا چې په داخل د هېواد کې ولسمشر د سیاسي کړیو د مخالفتونو سره مخ دی لوی علت یې د دغه فسادګرې کړۍ له منځه وړل او یوې خواته کول دي.

لکه څنګه چې اشرف غني د خپلې تګلارې په یوه برخه کې وایي” د ستونزو او ننګونو نه د راوتو لپاره ولسي حکومت ته ضرورت دی”

ﻭﻟﺴﻲ ﺣﮑﻮﻣﺘﻮﻧﻪ ﺩ ځﺎﻥ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﺩ ﺣﮑﻮﻣﺘﻮﻧﻮ ﭘﺮ ﺧﻼﻑ ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﭘﺮ ﺍﺭﺍﺩﻭ ﻭﻻړ ﻭﻱ ﺍﻭ ﺩ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﻭړﻭ ﺩ ﺳﯿﺎﺳﺖ ﭘﺮ ځﺎﯼ ﺩ ګډﻭﻥ ﭘﺮ ﺳﯿﺎﺳﺖ ﻋﻤﻞ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ﺑﻨﺴټﯿﺰﻩ ﻣﻮﺧﻪ ﯾﯥ ﺩ ﻭﺍﮎ ﺳﺎﺗﻞ ﻧﻪ، ﺑﻠﮑې ﺩ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﻧﻈﻢ ﺳﺎﺗﻞ ﺍﻭ ﺩ ﺧﺪﻣﺘﻮﻧﻮ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﮐﻮﻝ وﻱ، ﻫﻤﺪﺍﺭﻧګﻪ ﺩﺍ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻭﻟﺲ ﭘﺮ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﻧﺎ ﭘﻠﻮﯼ ﻭﻱ ﺍﻭ ﭘﺮ ﻫﯧڅ ډﻭﻝ ﻗﻮﻣﻲ، ﮊﺑﻨﻲ ﺍﻭ ﻣﺬﻫﺒﻲ ﺗﻮﭘﯿﺮ ﺑﺎﻭﺭ ﻧﻪ ﻟﺮﻱ ﺍﻭ ﺑﻨﺴټ ﯾﯽ ﺩ ټﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﯾﻮ ډﻭﻝ ﺣﻘﻮﻧﻪ ﻭﺭﮐﻮﻝ ﻭﻱ.

ولسمشر غني د ولس په پراخ ملاتړ ولسمشرۍ ته له رسیدو وروسته د ځان غوښتونکو پر خلاف لومړی خنډ جوړ شو، د ولسونو په ارادو یې خپل کارونه پیل کړل، په خارجي سیاست کې یې ګاونډي هیوادونه تر پوزې راوستل، په بنسټیز ډول یې د یو عادلانه نظام په لار کې خلکو ته خدمتونه پیل کړل، د مهمو ستراتژیکو پلانونو په پلي کولو یې د خلکو هیلې ژوندۍ او اقتصاد یې په پښو ودروه.

کله چې بهرنیو سیاسي کړیو د ولس مشر پرمختګونه په هره ساحه کې ولیدل؛ له یو ډول رواني جنګ سره مخ شول، د دې لپاره چې د یادې ناروغۍ علاج وکړي، سملاسي یې د هېواد په داخل کې په هغه خلکو مخالفتونه شروع کړل کوم چې نسبتاً زیات نفوذ لري او د دوی لپاره د ګټو په ساتنو کې موثر ثابتدلی شي.

په وروستیو کې له خرڅ شویو سیاسیونونو وروسته یو شمېر هغه ځوانانو چې ځانونه د قلم څښتنان بولي، په ولسمشر پسې په ټولنیزه میډیا فسبوک کې د څو پیسو په مقابل کې منفي تبلیغات پیل کړي، تر څو د ټولنې د افرادو ذهنونه د موجوده نظام په مقابل کې تخریب او تجزیه کړي.

که په څرګندو ټکو کې ووایو چې د ولسمشر اشرف غني مخالفین هغه خاینین، فسادګران، لوټماران او په ټوله کې د وطن او ناموس پلورنکي دي، چې د پردیو لپاره کار کوي، دغه خاینه طبقه تل هڅه کوي تر څو ولسمشر غني په داسې نوم خلکو ته وروپیژني؛ چې نوم یې د تل لپاره په اذهانو کې منفي پاتي شي، خو تر څنګ یې موږ ته دغه منفي خبرې د ولسمشر سره په مینه کې داسې غښتلتیا راکوي؛ چې له سرونو ورته تېر او د ولسمشر غنې حقیقي نوم ټولنې ته داسې وروپیژنو چې:

ولسمشر غني څوک دی؟

ولسمشر اشرف غني د افغانستان په پینځه زره کلن تاریخ کې لومړنی افغان او ولسمشر دی؛ چې د نړۍ د سلو مفکرینو د لېست په دوهم مقام کې له راتلو وروسته نړیوال شهرت ترلاسه کوي.

ولسمشر غنې د حوصلې او مقاومت هغه ستر ماشین دی چې د ایران، پاکستان، روسیې، امریکې او د هیواد په داخل کې د ۲۸ تروریستي ډلو تر څنک د داخلي سیاسونو فشار ته نه تسلیمیږي او پر وړاندې یې لکه د غر په شان ولاړ دی.

اشرف غني د اقتصاد، فلسفې، سیاسي علومو او انسان پیژندې هغه ستر عالم دی چې د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو څخه یې دوه فخري دوکتراوې تر لاسه کړي او مختلفو هیوادونو ته یې سیاسي او اقتصادي نړیوال پلانونه جوړ کړي دي.

ولسمشر هغه له خلوص او وطن پالنې ډک انسان دی، چې د افغانستان مظلوم ولس لپاره په کمزوري بدن اتلس ساعته کار کوي.

دا چې موږ یو داسې ریالېست او دویم مفکر لرو نو د نړی یو بهترین ملت یاستو، ګرانه ولسمشره د ولس د رایو پر بنسټ مشر یې او ولس مو تر څنګ دی خپلو کارونو ته مو دوام ورکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *