تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /یکشنبه/ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې د پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې ټېلفوني خبرو کې، چې نن ماسپښین دواړو خواوو وکړې، د پاکستان صدراعظم ژمنه وکړه چې په افغانستان کې هرې هغې همکارۍ ته چمتو دی چې په دې هیواد کې د سولې او ثبات سبب شي.

عمران خان همداراز وویل چې د افغانستان د ولسمشر د سیمې د هیوادونو د اتصال او اقتصاد محوره فکر سره موافق دی او د دوو هیوادونو د پلاوو په کچه پر تخنیکي مسلو خبرواترو ته اړتیا ویني.

عمران خان له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې پر اقتصادي مسلو او د سیمې د اتصال په اړه واضیح تفاهم ته د رسېدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان ولسمشر د پاکستان له صدراعظمه د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې د سیمې د اتصال او اقتصاد پر محور د نوې رامنځته شوې روحیې هرکلی کوي.

ښاغلي غني د پاکستان د سفر لپاره د عمران خان بلنه ومنله، ویې ویل چې د دوو هیوادونو د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې به د سفر مناسبه نېټه وټاکل شي.

دا له نسبتاً یوې اوږدې مودې وروسته د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ لومړنۍ خبرې دي.

د دوو هیوادونو اړیکې د طالبانو د ملاتړ پر سر له کلونو راهیسې خړپړې دي او په دې وروستیو کې د سولې خبرو هم اغېزمن کړي دي.

5 thoughts on “ولسمشر غني او عمران خان د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې”
  1. SALAMOALIKUM;THE ECONOMIE OF PAKISTAN IS GOING MORE DOWN.
    IF PAKISTAN DO NOT HELP IN PEACE PROCESS AND DONOT BRING PRESSURE ON
    TALIBS.
    AFGHANISTAN MUST CLOSE BORDER ON PAKISTANI SUPPLIES.
    NOW WE FIND THE POINT.THAT IS ECONOMIC PUNCH ON PAKISTAN.
    FROM ECONOMIC WAY AFGHANISTAN IS OVERHAND ON PAKISTAN.
    SECOND CHANCE FOR LONG TERM IS WATER&ENERGY GATE.
    IF WE CLOSE WATER ON PUNJAB.THIS WILL BE MORE SUCCESS FOR AFGHANISTAN.
    ONLY DOCTOR ASHRAF GHANI CAN DO IT.
    THANK YOU

  2. ما مخکې قریشی ته د افغانستان د ملت پیغام لیکلي وو چې دادی یو ځل بیا عمران خان ته یې هم لیکم .
    دا ګز او دا میدان ، راځه بسم الله کړه:
    اول خو د ملا ، چړي ، ټالب ، داعش او… شرجوړونکې مدرسې در وتړه .
    د ټولو اشرارو کبله په فکیستان کې در ټوله کړه او د هغوي مسوولین مونږ ته راتسلیم کړه ، لکه څنګه چې د امریکا ته تسلیم کړي وو.
    په ټولو پښتنو او بلوڅانو باندې ظلم او تېری بند کړه ، د هغوي حقوق ورکړه ، معدنیات یې مه چور کوه او ټول پښتانه بندیان خوشې کړه.
    د افغانستان د سوداګرو پرمخ د کراچۍ ، واګه او هوایی لارې خلاصې کړه .
    د دې تر څنګ یو قوي ضمانت راکړه چې نور به نه اشرار تولیدوې ، نه به زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله کوې ، نه به بیا لکه ماشومان نړیوالې موافقتنامې ځنډوې او نه له لارې زمونږ د سوداګرو پرمخ بندوي.
    له هغه وروسته افغانستان هم تیار دی چې له تاسو سره خبرې وکړي او د منځنۍ آسیا اقتصادي لار تاسو ته هم پرانیزي.

  3. عمران خان آکا ته باید وویل شي چې ته یو څه وایې او ستا دمبوره ده او که باجه « جنرال باجوه د پنجاب د پوځ لوی دستیز » بیا بل څه وایی.
    په افغانستان کې د آی اس آی ویبپاڼه – ځلاند وایی چې طالبان زموږ خبره نه مني.
    د عمران خان باجه وایی د افغانستان د خاورې پنځوس سلنه له ټالیبانو سره ده .
    افغانستان خو 34 ولایتونه لري . چې کوم ولایت او څو ولسوالۍ به د ټالیبانو په لاس کې وي؟

  4. که دا دعوت مؤمنانه او د تیر په شان نه وی کیدای شی ښی پایلی ولری مګر بیا هم احتیاط.، ځکه هر شی چی خام وی پخیږی مګر انسان!‍

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *