تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس نن /پنجشنبه/ د افغانستان د وروستیو پرمختیاوو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ وویل، دواړو مشرانو د افغانستان د حکومت او طالبانو د وروستي اوربند په ګډون د افغانستان پر امنیتي حالاتو خبرې وکړې.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس د افغانستان له حکومت او امنیتي ځواک سره د متحدو ایالتونو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

ښاغلي پینس د ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا د ستراتیژۍ، چې د خبرو له لارې د افغانستان د شخړې د حل کېدو غوښتنه کوي، پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

د سپینې ماڼۍ په وینا ښاغلي پینس په دې برخه کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د هلوځلو ستاینه وکړه.

سپینه ماڼۍ همداراز وايي چې ولسمشر غني او مایک پینس د ازادو او ولسواکو انتخاباتو د ترسره کېدو پر اهمیت هم خبرې وکړې.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه پورې د ښاغلیو غني او پینس د ټېلفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *