تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس نن /سې شنبه/ په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې پر بهیر او له پاکستان سره پر تماسونو خبرې وکړې.
د امریکا دفاع وزیر په یوه نااعلان شوي سفر په داسې حال کې کابل ته راغی چې په واشنګټن کې اعلان وشو چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د اختلاف له کبله دنده پرېښوده.
د ارګ سرچینې وايي، ولسمشر غني او متیس له طالبانو سره د سولې د بهیر، له پاکستان سره د دولت په دولت د خبرواترو، په افغانستان او سیمه کې له تروریزم سره د مبارزې او د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو د امنیت پر تدابیرو خبرې وکړې.
دواړو خواوو وسله والو طالبانو ته د سولې د وروستۍ طرحې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هراړخیزو خبرو په باب د افغانستان د وړاندیز په اړه هم خبرې وکړې.
ښاغلي غني وویل، دا وړاندیزونه وروسته له دې ممکن شول چې ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړه.
له ولسمشر غني سره تر لیدو مخکې متیس نن وویل، باور لري چې په افغانستان کې د سولې په راتګ کې بری ممکن دی.
ده زیاته کړه، حتمي نه ده چې بری په جګړه کې وي، بلکې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې هم شونی دی.
«موږ په افغانستان کې د بري هیله لرو، د پوځي بري نه- له طالبانو سره د سیاسي پخلاینې په لټه کې یوو چې په وروستیو کلونو کې په ټپه ولاړه ده.»
له ولسمشر غني سره د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس د کتنې په مهال اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او یو شمېر نور جګپوړي چارواکي هم حاضر ول.