تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲مه: ولسمشر غني د اقتصاد نړیوال فورم په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه کړې ده.
په دغه لیدنه کې دواړو مشرانو د افغانستان په سوله، امنیت او نورو سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.
همدا راز په دې لیدنه کې هغو ټکو باندې هم یو وار بیا ټینګار شوی دی چې ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي ډګر ته د سفر په ترڅ کې له ولسمشر غني سره پرې هوکړه کړې وه.
ولسمشر غني نن د سویس په کوربه توب د داووس نړیوال اقتصادي فورم ته خپله وینا اوروي او په څنګ کې به یې د نړۍ له یو شمېر مهمو مشرانو سره لیدنې هم وکړي.