پاکستان ته د ولسمشرغني لومړنی سفر د مخکیني ولسمشر حامد کرزي له تېرو شلو سفرونو څخه په ځینو برخو کې ډېرمتفاوت څرګند شو او له دغو تفاوتونو څخه هیله زېږي،چې افغانستان ممکن له نړۍ سره په اړیکو کې د عصري دیپلوماسۍ له هنره د کار اخیستو ظرفیت او هنر د زده کولو په برخه کې عملي ګامونه پیل کړی شي.
بهرنی سیاست او له نړۍ سره اړیکې د ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان په کچه هېوادونو په کورني وضعیت هم مخامخې او ژورې اغېزې لري.
دا اړیکې که په عقلاني او مسلکي ډول تنظیم او سمبالې شي،کولای شي د هېواد عمومي وضعیت ته له مختلفو زاویو ډېره ګټه ورسوي،په ځانګړي ډول د روان ناورین په کنټرول کې چې تر ډېره له هېواده بهر سرچینه اخلي،دغه اړیکې ډېراغېز لرلای شي.
پاکستان،چې له زوکړې تراوسه یې افغانستان مخالف او د افغانستان مخالف پاتې شوی،لا هم د افغانستان د ثبات پر وړاندې ترټولو لوی خنډ او سرخوږی ګڼل کیږي.
افغانستان هم له لویه سره تراوسه دغه هېواد ته په اوسنۍ مدعي جغرافیه کې یې حتی د یوه هېواد په توګه نه دی قایل او تر واک لاندې پریوې د پام وړ برخې یې د ملکیت ادعا لري.
د دغو ګاونډیانو په شان نور هېوادونه هم شته،چې هم مهاله جدي خپلمځنۍ ستونزې او ناندرۍ لري خو له دوه اړخیز مجبوریته یې د اړیکو داسې فضا رامنځته کړي،چې دواړو لورو ته یې ګټه رسیږي او هڅه کوي په همدغه فضا کې خپلې ستونزې هم له مخی لېرې کړي.
د پاکستان له زېږیدو راهیسې ترننه زموږ پر وړاندې د دغه هېواد په بد عملیو او دښمنیو کې ذره شک نشته،ټولو منلې،ویلې او پردې اتفاق دی،چې پاکستان د افغانستان په بې ثباتۍ کې ترټولو ډېر اساسي او مرکزي رول لري.
زموږ چارواکو،سیاستوالو،کارپوهانو او تقریباُ هر قشر د خپل وس مطابق د پاکستان د دښمنیو،بد نیتیو او بدو پلانونو په اړه هرکله غږ پورته کړی او لفظي او نور احساساتي عکس العملونه یې پرې ښودلي،خو پردې کم فکر شوی چې له دغه ګاونډي سره د ترینګلو اړیکو د فضا په رامنځته کولو کې د قضیې د یوه اړخ په توګه زموږ رول او دغه اور ته د سون توکیو په برابرولو کې زموږ خواري څومره او څنګه وه؟
دا یو اوږد بحث دی،چې دلته یې تفصیلي بحث ته ځای نشته،خو په لږو او روښانه ټکو کې دا وایوو،چې زموږ حکومتونو په دومره موده کې د پاکستان پر وړاندې خپل موقف له ژور سیاسي تدبیر او دیپلوماسۍ سره نه دی ترسره کړی.
زموږ حکومتي موقف ګیرۍ له بده مرغه په تېرو څو لسیزو کې د پاکستان پر وړاندې ترډېره د دې پرځای چې د ستونزو د اساسي حل په موخه شوې وي،برعکس په کور دننه د ولس تېرویستلو او د عامه ذهنیت د لوبولو د یوې آلې په توګه کارول شوي.
په عام ډول د ستونزو د حل یوه دایمي او اساسي لاره دا وي،چې د قضیې اړخونه،یو مبتکر لوری یا منځګړی طرف د ښکېلو لورو ممکن توقعات او تفاهم درک او د هماغې پربنسټ د حل لارې طرحې چمتو کړي.
د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ولسمشرغني چې پخپل منشور کې د بهرني سیاست برخه د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په اړه څنګه چمتو کړې وه،ترډېره دغسې یوې طرحې ته ورته وه.
په دې طرحه کې ویل شوي وو،چې د اقتصادي اړیکو،ګډو پانګونو او ورته هڅو له لارې به هڅه کیږي،چې له نړۍ په ځانګړي ډول له پاکستان سره اړیکې منظمې او بهترې شي.
په بله وینا ښاغلي غني غوښتل پاکستان ته په عملي ډول وښيي،چې د بې ثباته او نا امنه افغانستان پرځای با ثباته او هوسا افغانستان دغه هېواد ته ډېره ګټه رسوي.
د نورو طرحو په شان به دغه طرحه هم د ولس خوښه شوې وه،چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې لویه برخه د هغه ترشا ودریده او د دغو طرحو د تطبیقولو لپاره یې د ولسمشرۍ پر څوکۍ کېناوه.
اسلام اباد ته د ولسمشر غني د سفر لومړۍ ورځ ترډېره پراقتصادي مسلو بحث ته ځانګړې وه.
له سفره مخکې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي برعکس خپله ولسمشر غني او حکومتي ویاندویانو یې دغه سفر د پاکستان لپاره توند او له ګیلو او تهدیده ډک سفر تبلیغ نکړ،برعکس وویل شول،چې د اړیکو ښه کول هدف دي او افغان پلاوی له ښه حسن نیت سره پاکستان ته ورځي.
هغلته هم د افغان پلاوي موقف د احساساتي خبرداریو،ګیلو او نورو نا مناسبو خبرو پرځای په څرګند او مسلکي ډول پربحثونو او مذاکراتو را څرخیدل.
دا وضعیت هیله مندي پیدا کوي،چې ممکن افغان دیپلوماتیکه دستګاه له دې وروسته د ژورو اصلاحاتو او مسلکي کیدو پرلور یوړل شي او دغه دستګاه د یوې مسولې،مسلکي او با ظرفیته بنسټ په توګه له نړۍ او سیمې سره د افغانستان اړیکې د دوه اړخیزو اړتیاوو،ممکنو ګټو او تفاهمونو له مخې تنظیم کړي.