تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: ولسمشر غني امر کړی چې په باندنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستلو پروسه کې دې د استخدام چارې د رقابت له مخې ترسره شي.

ولسمشرغني په باندنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د پروسې په تړاو د دوامداره ناستو په لړ کې تېره شپه د دغه وزارت له سیاسي معین او سرپرست ادریس زمان سره خبرې کړې دي او د اصلاحاتو د بستو د جدي پلي کولو غوښتنه یې ترې کړې ده.

ارګ وايي، په دغه وزارت کې د اقتصاد محوره سیاستونو رامنځته کول، ساختاري بدلون، قوانین، طرزالعملونو اصلاح او له هېواده بهر افغانانو ته د لازمو خدماتو وړاندې کول یې د اصلاحاي بستو برخې دي چې له اړوندو ادارو او د ملي شورا د نړیوالو اړیکو له کمېسیون سره یې پرې مشورې هم کړې دي.

افغان حکومت د مک کمېټې له راپور او د صلاح الدین رباني له استعفا وروسته په باندنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ چټکه کړې ده او وايي ټول هغه کسان به بېرته په کور کېنوي چې وزارت ته له کمو زده کړو او واسطې سره د دپلوماتانو په توګه راغلي دي.

One thought on “ولسمشر غني: باندنیو چارو وزارت کې دې د رقابت په اساس مقررۍ وشي”
  1. د افغانستان د باندینیو چارو وزارت ته یو څو وړاندیزونه

    دا به یو نیک کار وي ، چې افغانستان هم د پخوا په شان مسلکي او تجربه لرونکي منسوبین او دیپلوماتان ولري.
    هیله ده چې د نویو منسوبینود استخدام په وخت کې تر ټولو مخکې تحصیلي رشتې ، مسلک او په هغو حوزو کې چې دوی کار کوي ، د هغوي کاري سابقه ، تجربه ، هېواد ته وفاداري په نظر کې ونیول شي. له بلې خوا د ګران هېواد د ټولو ولایتونو او هر قوم پورې مربوط متخصصین په دغه مهم اوحیاتي وزارت کې په دندو وګمارل شي .
    د باندینیو چارو وزارت ټول منسوبین باید په پښتو او دري ژبو مسلط وي ، هغوی چې په پښتو ژبه نه پوهیږي ، خپل افغانان ورته بېګانه ښکاري. بنا د استخدام په وخت کې یو مهم او ضروري شرط دهېواد په دواړو رسمي ژبو تسلط ، لیکل ، لوستل اوخبرې کول وټاکل شي.
    البته د وزارت منسوبین باید په ټولو برخو کې د ژبو انډول وساتي، د وزارت ویبسایت ، مکتوبونه ، کاري فورمې ، اسناد په دواړو ژبو ترتیب او پکار واچول شي.
    د افغانستان د ملي او رسمي ژبو ترڅنګ انګلیسي ، اردو ، فرانسوي ، روسي ، هسپانیوي او عربي ژبې د هغو کسانو لپاره چې په اړوندو حوزو کې کار کوي ، ګټور تمامیږي.
    په سیاسي او قونسلي نمایندګیو کې د ديپلوماتانو ترڅنګ محلي کارمندان زمونږ له نمایندګیو سره زیاته مرسته کوي. محلي کارمندان د اوس لپاره چې د افغانستان اقتصادی وضعیت دومره قوي ندی ، مفید تمامیږي. د محلي کارمندانو لپاره د افغانستان دولت د کور له کرایې ، د وظیفې د اشغال او یا وطن ته د بېرته راستنېدلو لپاره د الوتکې تکتونو او نورو مصارفاتونه خلاص دی . اوس افغانان د نړۍ په ټولو هېوادونو کې مېشت دي او په مختلفو رشتو ، خصوصا د مقیم هېواد په ژبو پوره مهارت لري.
    په ټوله اروپا کې دپاسپورت د چاپولو لپاره یواځې د آلمان جمهوریت په « بن » کې د افغانستان جنرال قونسلګري دا دنده لري چې د دې سند د ترلاسه کولو لپاره زرګونه افغانان په میاشتو انتظار باسي . زما وړاندیز دادی چې د یوه مرکز پرځای هر سفارت او قونسلګري باید دا وړتیا ولري چې افغانانو ته ټول لازم اسناد خصوصا پاسپورتونه صادر کړی شي. که احیانا د اوس لپاره دا ناممکنه وي ، د اروپا قاره دې په څو حوزو ووېشي چې درې څلور داسې مرکزونه ولرو.
    یوه بله حیاتي موضوع د افغانستان د تابعیت تذکیره ده .
    د وزارت له طرزالعمل له مخې هر افغان باید د پاسپورت د اخیستلو لپاره د تابعیت تذکیره ولري. مګر هغوی چې متآسفانه دا سند له ځان سره نلري ، د دې سند لپاره باید افغانستان ته لاړشي ، خو هېواد ته د تګ لپاره پاسپورت ته اړتیا ده او پاسپورت بې تذکیرې نه ورکول کیږي.
    بنا د افغانستان دولت باید دې ستونزې ته یوه قانوني لار پیدا کړي . زما په نظر که له هېواده د باندې سیاسي او قونسلي نمایندګیو ته د افغانستان د تابعیت برښنایی تذکیرو د وېش صلاحیت او دنده ورکړل شي ، له یوې خوا به د میلیونونو افغانانو ستونزې حل شي او له بلې خوا به د افغانستان دولت له دې مدرکه هرکال کافي اسعاري عواید تر لاسه کړي.
    همدا ډول سفیرانو او جنرال قونسلانو ته د وزارت له خوا دنده ورکړل شي چې په مقیمو هېوادونو کې وخت په وخت د افغانانو له ټولنو او استازو سره وګوري ، د هغوی د ستونزو دحل نه علاوه داسې لارې چارې ولټول شي چې د افغانستان په داخل کې د ښوونځیو او روغتونونو د جوړولو لپاره د هغوی مرستې راجلب کړي.
    هیله ده چې پورته وړاندیزونه د باندینیو چارو وزارت رهبري هیئات ته ورسول شي.
    په درناوي
    حضرت سهاک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *