تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د جمعې په ورځ /اپریل۲۶/ د ولسي جرګې نوې کاري دوره پرانیزي.

د ولسي جرګې انتخابات ۶ میاشتې پخوا شوي وو خو په انتخاباتو کې د درغلیو او بې نظمیو له کبله نه یوازې د ټاکنو پایلې وځنډېدې بلکې د ترسره کوونکي کمیسیون غړي د بې کفایتۍ له کبله له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شول.

ولسي جرګه به په داسې حال کې د ولسمشر غني له لوري پرانیستل شي او نوي وکیلان به لوړه په ځای کړي چې د کابل او میدان وردک استازي به پکې ګډون نه لري.

د کندوز، بغلان او کوچیانو د انتخاباتو پایلې هم لا اعلان شوي نه دي خو تمه ده چې نن یا سبا اعلان شي.

د کابل او وردک ولایتونو د انتخاباتو پایله لا هم لانجمنه ده.

ولسمشر د سې شنبې په ورځ په ارګ کې له بریالي شویو استازو سره په خبرو کې وویل چې د ملي شورا د ولسي جرګې پرانیستنې ته تیار دی.

ده وویل«غواړم چې د ولسي جرګې د هر غړي ملګری واوسم.»

غني غوښتنه وکړه چې ولسي جرګه دې د جګړې په میدان نه بدلېږي.

په پام کې ده چې د ولسي جرګې د کاري دورې له پیلېدو وروسته د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *