اسماعيل خروټی/پکتيکا
ګران او قدرمن ولسمشره!
د نورو افغانانو په څېر پکتيکاوالو هم په تېرو ټاکنو کې، چې د هيواد لپاره سرنوشت ټاکوونکې ورځ وه، رايه ورکړه چې له روانې بدبختۍ، پردۍ جګړې، په ادارو کې په پراخه کچه فساد او بې کارۍ څخه د خلاصون لار پيدا کړي او داسې فکر يې کاوو، چې په ټاکنو کې په ګډون سره به دوئ بريالي شي او دوئ به خپلې غوښتنې او ارمان ته ورسېږي.
خلکو د خپلو دغو ټولو ارمانونو د پوره کېدو سرچينه ستاسو جلالتماب په وجود کې ليده او دغه هيله يې په پوره کېدو وه، چې د غني په راتګ سره به يې سيمه امن شي ګل ،ګل ځوانان او ماشومان به يې د پرديو د باروتو خوراک نه ګرځي او ماشومان به يې ښوونځيو ته په ډاډه زړه ځي ،سړک به يې پوخ وي او له خپل ګاونډي سره به سيالي کولای شي .
اوس دا دی ستاسو د حکومت نيږدې دوه مياشتې په تېرېدو دي خو نه يواځې دا چې په ټول هيواد کې د ناامنيو پېښې کمې شوې نه دي، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه وضيعت نور هم ترينګلی کېږي. موږ په دې برخه کې ستا مجبوري، د پرديو لاسوهنې، د ناځوانه ګاونډي پاکستان دښمني او د امريکا ټګي هم په پام کې نيسو، خو غواړو څو هغو ټکو ته ستا پام راواړوو چې، د پکتيکا وضيعت ته پکې يوه لنډه او هر اړخيزه کتنه شوې .
قدرمن مشره !
لومړی دا چې زه ډاډه يم ته به د پکتيکا له خورا بد، هر اړخيز وضيعت څخه خبر يې، ځکه چې د قدرت د لېږد په بهير کې تا هرې سيمې ته سفرونه کړي او د خلکو په ټولو ستونزو خبر يې، خو يو ځل بيا غواړم در په ياد کړم چې په پکتيکا کې د مرکزي حکومت استازي توب نشته، خپل سره پاچاهي ده، څو مياشتې مخکې د ارګون په پېښه کې لسګونه پکتيکاوال په شهادت ورسېدل، وړمه ورځ په يحی خېلو کې نيږدې اويا تنه ځوانان په شهادت ورسېدل، تاسې يې په لامل پوهېږئ ؟! زه يې درته وايم ، لامل يې په پکتيکا کې په فساد ککړه ځايي ولايتي اداره ده..
مشره ! ته د پکتيکا د پوليسو د تشکيل په اړه له کورنيو چارو وزارته پوښتنه وکړه چې د څومره پوليسو تشکيل لري؟ د دې نيمايي پوليس يې په دندو کې نشته خو معاش يې اخيستل کېږي.
په همدې ډول په پوهنې رياست کې د سلګونه ښوونکو معاشونه له دولت څخه اخيستل کېږي، خو په سيمه کې ښوونکي نشته او د دغو ښوونکو د معاش يوه برخه د دولت وسلوالو ته ورکول کېږي .
د پکتيکا په ډېرو ولسواليو کې ملکي ادارې نشته، ولسوال نشته، محلي مامورين نشته، قاضي او څارنوالان نشته، خو والي صيب هر ورځ په خپل راپور کې د خير او خيرت خبره ليکي او ليکي چې ولسوالۍ فعالې دي خوداسي نه ده، يواځې يې د معاش اخيستلو لپاره او د ځان فعال ښوودلو لپاره دغه کار کوي، تاسو خو يو پلاوی وټاکئ چې د پکتيکا ټولو ولسواليو ته سفر وکړي چې د محلي حکومتدارۍ په نوم څه شته ؟
جلالتماب ولسمشره ! شايد تاسي به نه وئ خبر په پکتيکا کې د سرحدي پوليسو د کنډک قومنداني په ۷۰۰۰۰ اويا زره امريکايي ډالره پلورل کېږي نو په داسې حال کې چې يو څوک د پيسو په مقابل کې راغلی وي، مسلکي نه وي ، نو هغه به څنګه له خلکو څخه ساتنه او د هغوئ د عزت دفاع وکړي ؟
په مرکز ښرنه کې په ادارو کې د ښې حکومتداري بېلګه نشته، هره اداره يواځې تر خپل ځان محدوده او خپله اداره د ځان شخصي ملکيت ګڼي، خلکو ته د عامه خدماتو کچه يواځې تر څو محدودو کسانو رسېدلې .
موږ له تاسو جلالتماب ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوو او باور لرو چې د مظلومو پکتيکاوالو غږ به تاسو اورئ او د پکتيکا ټول ولايتي چارواکي به نه يواځې دا چې له دندو لرې کوئ، بلکې تر محکمې به يې رسوئ، تر څو د مظلومو پکتيکاوالو خوړل شوی حق بېرته ترې واخيستل شي او خلکو ته ستاسې د فساد سره د مبارزې هوډ او اراده معلومه شي او په نظام باندې د خلکو باور نور هم زيات شي .
په درنښت