اباسین

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ مازدیګر د اباسین له پلار حاجي عبدالغفور سره ټېلفوني خبرې وکړې او غمرازي یې ورسره وکړه.

څوارلس کلن اباسین ځاځی د ۱۳۹۴ کال د دلوې په درېمه د کابل په کارته نو (۷ ناحیه) کې په داسي حال کې چې کورس ته روان و، د درو کسانو له لوري وتښتول شو او مړی یې درې ورځې وړاندې د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالي په چنار کلي کې وموندل شو.

پر داوود د فتح خان زوی تور دی چې د کوچني اباسین قاتل او تښتونکی دی. داوود، چې ویل کېږي د اباسین خپل دی، تراوسه نیول شوی نه دی خو په دې قضیه کې څو تنه نور نیول شوي دي.

ولسمشر غني د اباسین دردېدلي پلار ته وویل چې دې پېښې سخت خواشینی کړی او ځان د اباسین د کورنۍ او دوستانو په غم کې غمجن ګڼي.

ښاغلي غني همداراز ویلي چې اړوندو اورګانونو ته یې لارښوونه کړې چې د دې غموونکې پېښې پر عاملانو قانون تطبیق کړي.

د کابل امنیه قومانداني وايي چې تراوسه پوري یې د اباسین ځاځي د تښتولو او وژلو په تړاو ۷ تنه نیولي دي.

د اباسین بې رحمانه قتل د افغانانو له سخت عکس العمل سره مخامخ شوی. ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي عکسونه او ویدیوګانې خپرې کړي او د قاتلانو د فوري اعدام غوښتنه کړې ده.

نن په کابل کې یو شمېر خلکو مظاهره وکړه او د اباسین د قاتلانو او نورو انسان تښتونکو د نیولو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *