تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ /نوومبر۸/ د ابوظهبي له ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال ځواک له اعلي سرقوماندان شیخ محمد بن زید النهیان سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او د متحده عربي اماراتو پر همکاریو خبرې وکړې.

د اماراتو د خبري اژانس د راپور له مخې، د ابوظهبي ولیعهد او افغان ولسمشر په اماراتو کې د ابو ظهبي د لوور موزیم په پرانیستونکو مراسمو کې له ګډونه وروسته د اقتصادي پرمختګ په برخو کې پر ګډو همکاریو او همداراز د افغانستان د بیارغونې او ودانونې په هلوځلو خبرې وکړې.

دواړو خواوو پر سیمه ییزو او نړیوالو مسلو هم خبرې وکړې.

ولسمشر غني له افغانانو سره د اماراتو د مرستو مننه وکړه او د لوور موزیم پر پرانیستلو یې اماراتو ته مبارکي وویله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *