تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ارغندې- ګردېز ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا لاین او د ګردېز ۲۲۰ کیلو ولټ سب سټېشن افتتاح کړ.

د دې لاین یا مزې له لارې به په پکتیا او خوست ولایتونو کې ۴۰ زره کورنیو ته برښنا ورسېږي.

ویل شوي چې په اصل کې د دې لاین ظرفیت ۳۰۰ میګاواټه دی او د ګردېز سب سټېشن ۳۲ میګاواټه برښنا لېږدوي.

په وروستیو کې په افغانستان کې د برښنا ګڼې پروژې پرانیستل شوي دي.

تېره اوونۍ (جمعه/مارچ۲۷) له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ ولټه برښنا د پروژې عملي کار پیل شو چې ورسره به افغانستان ته د ازبکستان د صادراتي برښنا اندازه په سلو کې ۷۰ زیاته شي.

همداراز په یوه بل انکشاف کې ازبکستان د خپلې صادراتي برښنا بیه، چې پخوا هر کیلوواټ په 0.076 سینټه وه، 0.05 سینټو ته راټیته کړې ده.

افغانستان هیله لري چې د ازبکستان او ترکمنستان برښنا به پاکستان ته صادره او له درکه به یې په سلګونو ملیون ډالره د ترانزیت حق ترلاسه کړي.

همداراز په کندهار، ننګرهار او هرات کې د لمریزې انرژۍ پر لویو پروژو کار پیل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *