تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن/چهارشنبه/ د کندوز د ارچي ولسوالۍ په یوه مدرسه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو بخښنه وغوښته.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د کندز له یو شمېر مشرانو، دیني علماو او د دشت ارچي ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د ملکي قربانیانو د کورنیو له غړو سره په کتنه کې غمشریکي وکړه.
د اپریل په دوهمه نېټه افغان هوايي ځواک د ارچي ولسوالي په دوتاڼي کلي کې پر یوې مدرسې په داسې حال کې بمباري وکړه چې هلته د فراغت غونډه روانه وه.
د ملګروملتو د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د مدرسې د ۳۰ کم عمره زده کوونکو په شمول ۳۶ تنه ووژل شول.
د ملګروملتو د راپور پر اساس په دې پېښه کې د ۵۱ ماشومانو په ګډون ۷۱ تنه ژوبل شوي دي.
ولسمشر غني د ارچي د قومي مشرانو، دینی عالمانو اواستازو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د کندوز مشرانو او د ملکي قربانیانو د کورنیو غړو ته یو ځل بیا تسلیت ووایه او د دوی د زغم، باور او هغه اقدام مننه یې وکړه چې له دغه بریدو وروسته یې د یوې بلې فاجعې مخه ونیوله.
ده وویل، په روغتون کې د دغه برید د ټپي ماشومانو له لیدو وروسته مې همغه شپه دفاع وزیر ته په هوایي بریدونو کې د لا دقت او د دغه وړ پېښو د مخنیوي لارښوونه وکړه.
د افغانستان ولسمشر زیاته کړه، د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت د دغې پېښې له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي، ځکه د فتنه ګرو او قانوني حکومت توپیر دادی چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شویو تېروتنو له امله بښنه غواړي.
ولسمشر اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادې پېښې د ملکي قربانیانو کورنیو سره دې لا زیاته مرسته وشي. هغه زیاته کړه، حکومت به پر یادې مدرسې سربېره د شهیدانو په نوم څلی او د سیمې دردېدلو خلکو ته جامع جومات جوړ کړي.
محمد اشرف غني وویل، که طالبان فکر کوي چې په ولس کې رېښه لري، نو انتخاباتو ته دې راشي، له جنګ، زموږ د هېوادوالو له وژلو او د هیواد له ویجاړولو دې لاس واخلي. هغه زیاته کړه، جنګ خپل اصول لري، مګر طالبان هیڅ ډول اصولو ته غاړه نه ږدي، حتی په جوماتونو، ولسونو، ښځو، ماشومانو او عام المنفعه ځایونو بریدونه کوي.
فرید احمد کاکړ، مولوي نصرالله اخندزاده، شیخ ممتازالله اغا، محمد ظریف، حمید کاکړ، حاجي بسم الله، مولوي عبدالبصیر ، ملا اختر محمد او عبدالودود د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د جمهور رئیس له غمشریکۍ څخه په مننې وویل، موږ د سولې پلویان یوو او تل مو پر ملکي وګړو، سپېڅلو ځایونو او عامه تاسیساتو بریدونه غندلي دي.
دوی همداراز وویل، په ارچي ولسوالۍ کې پر هاشمیه عمریه دارالعلوم د هغه هوایي برید په اړه چې له امله یې ملکي وګړي، ماشومان او زده کوونکي شهیدان او ټپیان شول معلومات ورکړل. هغوی زیاته کړه، په راتلونکي کې د دغه وړ پېښو د مخنیوي، د قربانیانو د کورنیو د تسلیت او د عدالت د تامین لپاره دې له عاملینو سره قانوني چلند وشي.
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې وه چې د طالبانو پر یوه غونډه یې بمباري کړې او طالبان یې وژلي دي.
خو راپورونه وايي چې طالبان هم په غونډه کې حاضر ول مګر شمېر یې لږ و.