تاند- (دوشنبه، د قوس ۱۹) د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، چې د استانبول په پروسه یا د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی، د دې غونډې په څنګ کې د ترکیې له ولسمشر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې، د ایران له بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.
ښاغلي غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیرې الیس ویلز سره په کتنه کې د افغانستان د سولې د پروسې او د سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړې.
سیمه ییز اتصال د استانبول د پروسې یو اساسي هدف دی او غواړي چې د اقتصادي همکاریو د پراختیا له لارې د سیمې د هیوادونو ترمنځ همکارۍ زیاتې کړي.
ولسمشر غني (دوشنبه) ماسخوتن د استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډه کې د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره په خبرو کې د سولې اوه ماده ییز پلان ته په اشارې وویل، سوله د حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده.
ده زیاته کړه، «موږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې یوو چې پایله یې په حقیقي مانا د جنګ پای ته رسېدا او تلپاتې سوله وي.»
ښاغلي غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي او د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو رول ارزښتناک وباله، ویې ویل، افغانستان د سیمې د څلورلارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هیوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی.
ولسمشرغني په ټینګار سره وویل، د حکومتولۍ د ښه والي په برخه کې د ولسوالیو په انکشاف او اړوندو مسایلو تمرکز زیاتېږي او د افغانستان د خلکو د اقتصاد د ښه والي لپاره به اقتصادي پروګرامونه په افغاني محصولاتو او صادراتو لا متمرکز شي.
ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازی سره هم د سیمه ییز اتصال او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف سره په کتنه کې د سولې په اړه خپل دریځ او پلان تشریح کړ او ویې ویل «سوله د افغان حکومت مهم لومړیتوب او زموږ د هیوادوالو اساسي غوښتنه ده، خو اساس به دا وي چې اوربند وشي او له هیواده بهر د طالبانو د پټنځایونو ستونزه حل شي.»
ده زیاته کړه، د نشه یي توکو او د سیمې د ستونزو د حل لپاره د ټولو ګډه همکاري حتمي ده.
ولسمشر غني د افغانستان امنیت او ثبات د ایران په ګډون د سیمې او نړۍ د امن او ثبات لپاره ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې حکومت به یې د هغو تروریستي ډلو پرضد چې په افغانستان کې فعالیت کوي مبارزه وکړي.
د ارګ له خبرپانې سره سم د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، دوی په دې باور دي چې د افغانستان دولت باید د راتلونکو مذاکراتو محور وي. دوی د افغانستان د ټولو لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کوي او غواړي په افغانستان کې جنګ پای ته ورسېږي او سوله ټینګه شي.
نوموړي وویل «موږ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د افغان دولت د دریځ چې د اساسي قانون په اصولو ولاړ دریځ دی، ملاتړ کوو.»
ولسمشر غني د کوربه هیواد ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کې د سولې پروسې، د افغانستان، پاکستان او ترکیې د ولسمشرانو په کچه د درې اړخیزې ناستې د جوړېدو، په افغانستان کې د ترک پانګوالو او شرکتونو د پانګونې، د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت او د ترکیې له لوري په افغانستان کې د ښځو لپاره د پوهنتون د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
ترکیې ویلي چې د افغانستان په شمال کې یو ستر پوهنتون جوړوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل افغان ساري څخه د استانبول پروسې – اسیا زړه په کنفرانس کې د ګډون او وینا له امله مننه وکړه او ویې ویل، ترکیه به د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ وي. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ به ادامه ولري، ترک پانګوال او شرکتونه به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
د استانبول پروسې یا د اسیا زړه کنفرانس ته د ولسمشر غني وینا: