تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غتي د سې شنبې په ورځ ماښام مهال ترکیې ته لاړ چې د اسلامي سازمان د همکاریو په فوق العاده غونډه کې ګډون وکړي.
د اسلامي کنفرانس دا غونډه د امریکا له لوري د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د رسمیت پېژندو په اړه بلل شوې ده.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې ګډون کوي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان ولسمشر به په اسلامي کنفرانس کې د امریکا له لوري د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د رسمیت پېژندلو په باب د افغانستان د دولت اندېښنه اعلان کړي.
له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او نور چارواکي ملګري دي.