ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني د اسپانیا د بهرنیو چارو له وزیر ارانچا ګونزالس لایا سره په تلفوني تماس کې پر افغان سوله، دوه اړخیزو همکاریو او د کورونا د احتمالي سیر په اړه غږېدلی دی.
ارګ تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر تېر ماښام په دغه تلفوني تماس کې د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر ته د کورونا له کبله په دغه هیواد کې د اوښتو تلفاتو خواخوږي ښودلې او تسلیت یې ورته ویلی دی.
ولسمشر تر دې یوه ورځ وړاندې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره هم د کورونا په اړه بحث کړی او د هغوی تجربې یې اورېدلې وې.
دا په داسې حال کې ده چې کورونا په اسیا کې له ایران او په اروپا کې له اسپانیا څخه تر ټولو زیات قربانیان اخیستي دي او اوس دغه دواړه هیوادونه د کورونا له منحني پیک څخه د نزول پر خوا روان دي.
افغانستان کې بیا د روغتیا چارواکو ویلي، چې پېښې د صعود پر لور روانې دي او اخري پیک ته لا نه دي رسېدلي.