تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: ولسمشر غني نن د استانبول- د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون او وینا لپاره ترکیې ته ولاړ.

د ارګ لخوا په  دې اړه تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر غني سره په دې سفر کې یو لوړ پوړی دولتي پلاوی هم ملتیا کوي او د کنفرانس په څنډه کې به د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم لیدنې کتنې وکړي.

د استانبول- اسیا زړه پروسه د افغانستان د سیمه ییزې ډپلوماسۍ لپاره یو مهم چوکاټ دی چې د ۲۰۱۱ کال څخه د افغانستان د دولت په ملاتړ د سیمې د هېوادونو لخوا یې بنسټ ایښودل شوی او په کې د افغانستان د سولې او راتلونکې په اړه بحثونه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *