تاند- ټاکل شوې ده چې نن /سې شنبه/ د ولسمشر غني د کابینې وړاندیزي غړي ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.

ولسمشر محمد اشرف غني به په خپله د هر کاندید وزیر د ژوند لیک په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړي. دا به له واک ته رسېدو وروسته لومړی ځل وي چې ښاغلی غني ملي شورا ته ځي او د ولسي جرګې غړیو ته څرګندونې کوي.

ولسي جرګې ویلي چې د هغو کاندید وزیرانو لپاره به رایبکسونه کښېنږدي چې دوه تابعیتونه لري.

ویل شوي چې د اوبو او برېښنا د وزارت لپاره کاندید محمود صیقل د استرالیا، داوود شاه سبا (صبا) د کاناډا، نورالحق علومي د هالنډ، احمد سیر مهجور د فرانسې او آی سلطاني د ترکیې تابعیت لري.

دا به نن څرګنده شي چې ایا دا کسان په رښتیا هم د نورو هیوادونو تابعیت لري او که تور پرې لګول شوی دی. همداراز دا هم تراوسه څرګنده نه ده چې هغوی له دوهم تابعیته لاس اخیستی او که نه دی.

ځینې سرچینې وايي چې د اوبو او برېښنا د وزارت لپاره کاندید وزیر محمود صیقل له خپلې دندې په همدې خاطر تېر شوی دی.

ویل کېږي چې ښاغلی صیقل، چې د اجرايي ريیس عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوی و، په دې خاطر د وزارت له چوکۍ تېر شوی چې حاضر نه و د استرالیا تابعیت له لاسه ورکړي.

تر دې مخکې د مالیې د وزارت لپاره کاندید جیلاني پوپل او د کرنې او مالدارۍ د وزارت لپاره نومول شوي یعقوب حیدري انصراف کړی و.

د جیلاني پوپل او یعقوب حیدري تېرېدا هغوی په خپله تایید کړې ده خو د ښاغلي صیقل انصراف تراوسه نه په خپله ده او نه هم رسمي سرچینو تایید کړې دی.

د جیلاني پوپل پر ځای په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي د مالیې وزیر نومول شوی خو د کرنې او مالدارۍ د وزارت لپاره د چا نوم نه دی اخیستل شوی.

ویل شوي چې جیلاني پوپل غوښتنه کړې چې د مالیې د وزارت پر ځای دې د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې مشري ورکړای شي.

د ولسي جرګې ځینو غړیو ادعا کړې چې لږترلږه ۱۳ وړاندیز شوي وزیران د دوهم هیواد تابعیت لري.

خو د ولسي جرګې یو غړی عبدالقادر ځاځی، چې د نوماند وزیرانو د تابعیت د معلومولو په برخه کې مسوولیت لري، وايي چې د جیلاني پوپل په ګډون ۱۱ نوماند وزیران دوه تابعیته دي.

د ولسي جرګې غړیو پرېکړه کړې چې له کاندید وزیرانو به ژمنلیک وغواړي چې که د هرچا دوهم تابعیت ثابت شو نو عدلي او قضايي اورګانونو ته به معرفي کېږي او واک به ترې اخیستل کېږي.

2 thoughts on “ولسمشر غني د اعتماد رایې لپاره د خپلې کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي کوي”
  1. دتاند ویب ساید چلونکو اشتباه ده !په سرخط کی لیکل شوی چه داشرف غنی کابینه پارلمان ته ور معرفی شوه دا دمنلو وړ نه بولم داسی باید ولیکل شی چه!
    دډاکتر اشرف غنی او عبدا لله دوه ریس جمهورو کابینه پارلمان ته معرفی کیږی څکه ددواړو انتخاب ده (داوړی نه شړی کیږی)

  2. په خدای نورشرمیږم چه څه لیکم اهغه چا په مورد چه دافغانستان اساسی قانون (وثیقهملی) ماتوی او دڅان لپاره پکی دموقف موندلو جواز پیداکوی چیرته دوه کسه متضاد ریس جمهوران په یوه لاره تللی دی راوښایاست چیرته دوه ریس جمهوران شته داچه نوم ته یی تغیر ورکړی اجرایه ریس او صلاحیت دریس جمهورنه پورته وی دا کوم ډول لوبه ده .
    خدای ته وګوری دخدایه حیا وکړی په رنګا رنګ نامو وطن مه خرابوی روز قیامت حق است حساب وکتاب میشود دران وخت شما هردورا از یخن تان میګریم درصدد جور کردن وطن بربادشده باشید دلها رابدست بیاورید زخم هارا ملهم بګزارید.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *