تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني راتلونکې اوونۍ په کابل کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
پاکستاني رسنۍ وايي چې ولسمشر غني نن /جمعه/ پاکستاني چارواکو ته بلنلیک لېږلی چې د دواړو خواوو ترمنځ دې د روانې جنورۍ په اتمه په کابل کې پر امنیتي مسایلو خبرې وشي.
د چهارشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم نوازشریف د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټېلفون وکړ او د سیمې پر امنیت یې ورسره خبرې وکړې.
د پاکستان د صدراعظم د ویندوی په وینا دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې د سخدریځو پر ضد د روانو عملیاتو په باب هم خبرې وکړې.
افغان چارواکي وايي، د پېښور په پوځي ښوونځي کې د دسمبر د شپاړسمې نېټې له حملې وروسته پاکستان د پخوا خلاف له تروریزم سره مبارزې ته جدي ښکاري.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د دسمبر د شپاړسمې نېټې حملې د دوی پالیسي یو مخ بدله کړې او نور د ښو او بدو طالبانو توپیر نه کوي.