تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ د کوچني اختر په مناسبت په وینا کې وویل چې د روان جون په ۲۷ نېټه پاکستان ته ځي چې د دوو هیوادونو په اړیکو کې نوی باب پرانیزي.
ولسمشر غني وویل چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان بلنه یې منلې ده.
دواړو مشرانو تېره اوونۍ په سعودي عربستان کې د اسلامي همکارۍ موسسې د سرمشریزې په څنګ کې له یو بل سره ولیدل.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم اسلام اباد ته سفر وکړ.
سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې پاکستان ظاهراً له امریکا سره د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري پیل کړې خو د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه کولو یې اغېز نه دی کړی.
له بلې خوا ارګ نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ولسمشر غني په امر نژدې ۹۰۰ بندیان د کوچني اختر په مناسبت بخښل شوي او ژر به خوشي شي.
ولسمشر غني تېر ماښام روژه ماتی د پُلچرخي له بندیانو سره وکړ او په دې ترڅ کې یې د بندیانو ستونزې واورېدې.