ولسمشر غني کانګریس ته وینا کوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د کانګریس د دواړو جرګو ګډې غونډې ته په وینا کې وویل چې هیواد یې له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.

ښاغلي غني د امریکا د ولسمشر له لوري د ځواکونو د ایستلو د بهیر د ورو کولو په خاطر مننه وکړه. ده وویل چې د اوباما او امریکا د مرستو په خاطر افغانان اوس تکړه امنیتي ځواکونه لري.

ده وویل ۳ ملیونه نجونې درس وايي. د امریکا او نړیوالې ټولنې په مرستو په افغانستان کې د ښځو مړینو تر نیمايي زیاته لږمه شوې، د افغانانو د عمر متوسط له ۳۰ کلونو ۶۰ ته لوړ شوی دی.

ده ژمنه وکړه چې په خپل هیواد کې به اصلاحات راولي.

ده اسلام د سولې دین وباله، ویې ویل چې په نړۍ کې د سولې او بشري حقونو ملاتړ کوي.

د اشرف غني د وینا په مهال د کانګریس غړي بیا بیا پاڅېدل او د ده وینا یې په چکچکو بدرګه کولې.

ولسمشر غني، چې ویل کېږي غوښتل یې امریکا ته تر تګ مخکې له طالبانو سره خبرې وکړي خو د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو له کبله خبرې وځنډېدې، کانګریس ته وویل:«د افغانستان حکومت د قدرت له دریځه له طالبانو سره خبرې کوي او طالبان باید دا غوره کړي چې د القاعده برخه واوسي او که افغانان.»

ده وویل چې امنیت د افغانستان د حکومت لپاره لومړیتوب لري او د دې هدف د پوره کېدو لپاره به حکومت د قانون د حاکمیت، د عدالت د رامنځته کېدو، د سولې د هلوځلو او اقتصادي ځان بسیاینې پر بروګرامونو تمرکز وکړي.

ولسمشر غني تاکید وکاوه چې افغانستان به بیا هیڅکله د ترهګرۍ ځاله نه شي او افغان امنیتي ځواکونو د امریکايي پوځیانو د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته ثابته کړه چې د خپل هیواد د دفاع وړتیا او وس لري.

ده وویل چې داعش افغانستان ته مخه کړې، جګړه مار افغانستان ته رالېږي. داعش نه یوازې افغانستان بلکې ټولې منځنۍ اسیا ته خطر پېښوي.

د کانګریس غړي د ولسمشر غني د وینا په ترڅ کې لږترلږه ۲۰ ځلي پاڅېدل
د کانګریس غړي د ولسمشر غني د وینا په ترڅ کې لږترلږه ۲۰ ځلي پاڅېدل

ده دا هم وویل چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې په زرګونو طالبان او سختدریځي افغانستان ته راغلي دي او د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخامخوي.

اشرف غني افغانستان د اسیا زړه وباله، ویې ویل په اسیا کې راکړه ورکړه او د اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان له امنیته پرته ممکنه نه ده.

ولسمشر غني وویل چې ژمنه کوي چې په یوه لسیزه کې به افغانستان له اقتصادي نظره په پښو ودروي.

اشرف غني له ښځو سره د خلکو په چلند کې د بدلون لپاره د یوه کلتوري انقلاب راوستل ضروري وباله. ده وویل چې د ښځو د حقونو په اړه نړیوال کنوانسینونه لاسلیک کړي خو هڅه یې دا ده چې دا پرېکړې عملي کړي.

2 thoughts on “د کانګریس غړیو په چکچکو او بیا بیا پاڅېدو د ولسمشر غني د وینا تود هرکلی وکړ”
  1. په خاورې او وطن مين افغانان په خپل مشر داکتر اشرف ، غني ویاړي او تاريخ به ثابته کړي چې افغانانو ته خدای د خپلې زمانې بابا په نصيب کړيدئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *