تاند- ولسمشر اشرف غني نن /یکشنبه/ د ملي دفاع د وزارت له جنرالانو سره په کتنه کې د ملي اردو په منځ کې، د ملي اردو او پولیسو، د پولیسو او ملي امنیت ترمنځ پر نه همږغۍ نیوکه وکړه.

ښاغلي غني وویل چې هره ورځ لږترلږه ۳ ساعته پر امنیتي مسایلو لګوي.

ده د ملي اردو له جنرالانو وغوښتل چې د یو کلنو عملیاتو له سیستمه راووځي او منظم پنخه کلن پلانونه جوړ کړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل چې د درې ګونو امنیتي قواوو (ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت) فعالیتونه اوسنیو امنیتي ستونزو ته ځواب نه شي ویلی.

ښاغلي غني په ملي اردو کې د مراتبو د سلسلې پر رعایتولو تاکید وکاوه، ویې ویل«هیڅ ډګرمن، هیڅ جګړن او بل د مراتبو د سلسلې له کچ کولو پرته کار نه شي کولی، که یې درته وویل چې له کوم سیاستوال یا بل چا سره تړاو لري، نو ویې باسئ.»

ولسمشر غني د کابل د امنیت لپاره د ګارنیزیون خبره هم وکړه، ویې ویل چې په دې برخه کې په خبرو بوخت دی.

ده پرون د کورنیو چارو په وزارت کې هم دا خبره وکړه، ویې ویل چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره به د هیواد د ملي امنیت شور�� په دوو اوونیو کې د کابل ښار د ګارنیزیون په اړه اساسي پرېکړه وکړي.

ده وویل چې د افغانستان د وسله والو قواوو د اعلي سرقومندان په توګه به نهایي هڅه وکړي چې په هیواد کې سوله ټینګه شي او د هیواد د امنیت لپاره باید لازمه تیاري ونیول شي.

د دفاع وزارت چارواکو ته د ولسمشر غني څرګندونې په لاندې ویدیو کې واورئ.

3 thoughts on “ولسمشر غني د امنیتي ځواکونو ترمنځ په نه همږغۍ نیوکه وکړه”
  1. فکر کوم ضرور به نه وی چی د افغانستان د وسله والو قواوو سره د افغانستان د ولسمشر د ملاقات او خبرو جریان له مطبوعاتو سره شریک شی . کوم پلانونه او تصامیم چی نیول کیږی باید عمل پری وشی او هیواد له دښمنانو سره د هغو شریک کول ټولی هڅی خنثی کوی.

  2. پاکستان لیونی درنه جوړ کړ

    تافکر کاوه چی دابه زما دوست سی مګر داخوبونه اوخیالونه دی ټولی لاری چاری درنه ورکي دی اوبل دکرزي پاته شونی هم نه غواړی تر کرزي ښه حکومت جوړ سي

  3. ښاغلی ریس صاحب جمهور
    توندی ویناوی او کتابی خبری هغه وخت کټه لری چی عملی جامه واغوندی خدای دی وکړی چی د عمل په انتظارکښی هرڅه د لاسه ورنکړو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *