تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له لوري ۷ سپارښتنې تصویب کړې.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ له یوې خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د انتخاباتي اصلاحاتو سپارښتنې ستایلي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې ولسمشر د عدلیې له وزارت او د چارو له ادارې غوښتي چې د دغو سپارښتنو د اجرا لپاره د قانوني زمینې د برابرولو لپاره فوري اقدام وکړي.
ولسمشر د انتخاباتي اصلاحاتو ځانګړی کمیسیون موظف کړی دی چې د خپلو نورو وړاندیزونو حقوقي او تخنیکي اړخونه او د هغو تطبیقي او عملي جنبې تر لا ډیر تدقیق لاندې ونیسي، خپلې تفصیلي طرحې دې د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه ریاست له لارې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
په دغه فرمان کې ولسمشر غني د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته دنده سپارلې ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره انتخاباتي تقویم داسې تنظیم کړي چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونه په عمل کې پلي شي.
راپورونه وايي چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون ريیس شاه سلطان عاکفي ولسمشر ته ۱۱ سپارښتنې وړاندې کړې وې چې د ولسمشر له لوري ۷ یې ومنل شوې.