تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مشران او ټول غړي له دندې ګوښه کړل.
د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د انتخاباتو د نوي قانون د مسودې له تصویبه وروسته د ولسمشر له لوري په یوه فرمان کې د دواړو کمیسیونونو د ريیسانو برطرفي اعلان شوه.
په فرمان کې راغلي چې د دواړو کمیسیونونو د دارالانشا رييسان به موقتاً د کمیسیونونو سرپرستي په غاړه لري.
ولسمشر غني له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غوښتي چې په یوه اوونۍ کې د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو د غړیو او د هغو د دارلانشاګانو لپاره خپل کاندیدان ورمعرفي کړي.
له ډېرې مودې راهیسې ویل کېدل چې ولسمشر غني غواړي چې د انتخاباتي کمیسیونونو مشران او غړي له کاره ګوښه کړي خو دې ته انتظار دی چې دا کمیسیونونه د ولسي جرګې د انتخاباتو نهايي پایلې اعلان کړي.
پر انتخاباتي کمیسیونونو له دې کبله نیوکې زیاتې کېدې چې د ولسي جرګې انتخابات یې ښه تنظیم نه کړدای شول او ورپسې یې د پایلو په اعلان کې ناغېړي وکړه.
د دواړو کمیسیونونو ترمنځ اختلافات او ناندریو هم د انتخاباتي کمیسیونونو په وړاندې بدبیني زیاته کړه.