ولسمشر غني د اندونیزیا له ولسمشر سره

تاند- د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو نن /چهارشنبه/ په جاکارتا کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې وکړې.

دا اندونیزیا ته د ولسمشر غني لومړنی رسمي سفر دی.

اندونیزیا د نفوس له نظره تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی.

دا هیواد له سختدریځو سره د مبارزې اوږده او بریالۍ تجربه لري.

د افغانستان ولسمشر او ورسره ملګری پلاوی به یې د اندونیزیا د دوه ورځني سفر په لړ کې د سولې د ټینګښت او دغه راز د اقتصاد او پرمختیايي چارو په برخو کې د اندونیزیايي چارواکو د همکاریو د زیاتېدو هڅه وکړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د منځني او جنوبي اسیا د چارو رييسې فیردي پیې د پنجشنبې په ورځ اندونیزیا ته د افغانستان د ولسمشر د سفر په اړه وویل چې جاکارتا ته د ولسمشر غني د ورتګ اصلي هدف د معتدل اسلام د ترویجولو له لارې د افراطیت د پای ته رسولو د پروسې او په جنګ ځپلي افغانستان کې د سولې د ټینګښت د لارو چارو په اړه ښه پوهاوی دی.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني له اندونیزیا وروسته سینګارپور ته لاړ شي.

اندونیزیا په وروستیو کلونو کې له افراطیت سره په مبارزه کې بریالی شوی دی او د اندونیزیايي چارواکو په باور افغان مشران غواړي چې د اندونیزیا د بري په راز پوی شي او په خپل هیواد کې هم د معتدل اسلام ارزښتونه دود کړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا د افغانستان ولسمشر به د جاکارتا د سفر په لومړۍ ورځ د اندونیزیا له ولسمشر جاکو ویدودو سره وویني.

ښاغلی غني او ورسره ملګری پلاوی به یې د افغانستان او اندونیزیا د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې پر لارو چارو هم خبرې وکړي.

حاضردمه د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه خورا په ټیټ حد کې ده.

په ۲۰۱۶ م کال د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۱۶ ملیون ډالره وه.

تر دې وړاندې د استرالیا د درې ورځني سفر په لړ کې د دغه هیواد صدراعظم د افغانستان د پرمختیايي چارو لپاره د افغانستان له ولسمشر سره د ۳۲۰ ملیون ډالرو موافقه لاسلیک کړه او د افغانستان د ملاتړ د دوام ژمنه یې وکړه.

ښاغلی غني به سبا سینګاپور ته لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *