تاند- د تاجکستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر نن /سې شنبه/ وویل، د افغانستان ولسمشر به ژر تاجکستان ته سفر وکړي چې د انرژۍ د څو لویو پرژو په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې په دې باب څه نه دي ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني به دقیقاً کله تاجکستان ته سفر وکړي خو یادونه شوې چې د افغانستان ولسمشر به د تاجک ولسمشر امام علي رحمان په رسمي بلنه تاجکستان ته ورشي او له قرغیزستان او تاجکستان څخه افغانستان ته د برېښنا د انتقال او همداراز د کاسا زر پروژې په پرانستونکو غونډو کې به ګډون وکړي.

له کله چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر غوره شوی، دا به تاجکستان ته د نوموړي لومړنی سفر وي.

د افغانستان ولسمشر تل په دې ټینګار کړی چې افغانستان باید د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو رول ولوبوي.

د کاسا زر او د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو برېښنا به د افغانستان له لارې پاکستان ته صادره شي او افغانستان به له دې درکه ترانزیتي عواید ترلاسه کړي.

2 thoughts on “ولسمشر غني د انرژۍ د ۲ سترو پروژو د پرانستلو لپاره تاجکستان ته ځي”
  1. که د دې عوایدو ښه مدیریت وشي ، پیسې یې په ځای ولګول شی، د افغانستان په بیا رغونه کې به ډیره مرسته شوې وی

  2. زمونږ او یا هم رمونږ سره د ګډو اوبو دزیرمو په پروژو کښی ګډون دخپل حق ځخه د تیریدو معنی لری. ښه سفر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *