د افغانستان د اسلامي ولسمشر محمد اشرف غني، نن ماښام /جمعه/ اګست ۴/ د (SOM ) د جګپوړو چارواکو غونډه رسماً په ارګ کې پرانیسته.
ولسمشر غني پخپله پرانیستونکې وینا کې د افغانستان اقتصادي تصویر د پرځان متکي کېدلو د سند له مخې تشریح کړ او د لندن د کنفرانس د ژمنو په رڼا کې یې د افغانستان په پرمختګونو رڼا واچوله او د بدلون په لسیزه کې یې د افغانستان د پراختیایي او اقتصادي پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
محمد اشرف غني څرګنده کړه د ملي یووالي حکومت چې کومه اجندا د لندن په کنفرانس کې وړاندې کړه، یوازې یو سند نه، بلکې هغه منشور و چې د افغانستان د بیا احیا کولو لپاره یې زموږ د طرحې څرنګوالی منعکس کولو.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د افغانستان اتصال او یوځای کېدل زموږ هېواد ته دا فرصت ورکوي چې یو ځل بیا د آسیا د سوداګریزې څلور لارې تاریخي رول ترلاسه کړي.
ده زیاته کړه چې د دغه کار په ترسره کېدو سره ، سودا ګریز بازارونه رامنځته او کاري زمینې برابریږي او د وارداتو کچه راکمیږي.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې زموږ نړیوال شریکان باید د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ګذار ترمنځ زموږ تړلتیا درک کړي. جمهور رئیس غني په ټینګار سره وویل چې موږ د افغانستان د جوړښتونو او د زیربناوو د تغییر غوښتونکي یو.
محمد اشرف غني څرګنده کړه : د کرنې احیا کول زموږ د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي. په همدې موخه مو خپل یو شمېر ډیر ښه استعدادونه د افغانستان د کلیو د سکټور د احیا کولو لپاره د اراضۍ د مدیریت د ښه والي، د اوبو لګولو د سکټور د ستراتیژۍ د طرحې او د بزګرانو د تولیداتو د پلورنې په لاره کې د پرتو ستونزو د لرې کولولو په خاطر د ځانګړي ماموریت د ترسره کولو لپاره ګمارلي دي.
ښاغلي غني وویل چې د ځمکې پرسر د شخړو د حل موضوع له محاکمو څخه د اراضۍ د مدیریت یوې متخصصې ادارې ته سپارو ترڅو زموږ د ځمکې سرچینې د بلاتکلیفۍ له حالت څخه و وځي او د خلکو د اقتصاد د ودې لپاره بسیج شي.
محمد اشرف غني وویل: د افغانستان د نفوس د کتنې وړ فیصدي ځوانان دي. نو لازمه ده چې په خپلې انساني سرچینې پانګونه وکړو.
ده څرګنده کړه چې افغانستان کولای شي د آسیا په ختیځ ـ کوریا، جاپان، چین او تایوان کې د ودې د بهیر له تجربو څخه په ښه ډول استفاده وکړي. دغو هېوادونو پانګونه له ډېرو لږو تولیداتو پیل کړه او د داخلي سکټور په يیاوړتیا او د صادراتي تولیداتو په زیاتونه کې یې له هغې څخه ګټه واخیستله او بالاخره یې په نړیوالو بازارونو کې په سیالۍ لاس پورې کړ.
جمهور رئیس غني خصوصي شرکتونو ته د ښوکاري زمینو برابرولو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې موږ باید د کورنیو او بهرنیو شرکتونو چې تولیدي سرچینې او د کار د رامنځته کولو منابع دي، پر وړاندې پراته خنډونه له خصوصي سکټور سره په مشوره کې لرې کړو.
ولسمشر غني په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د ملي یووالي د حکومت هڅو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: زه او ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته ژمن یو.
ولسمشر غني زیاته کړه چې د سولې لپاره به زموږ غوښتنه دوام ولري او زه یقین لرم چې افغانستان او پاکستان به داسې یو مطلوب حالت ته ورسیږي چې وبه کولای شي ترڅو د خپلو خلکو د نیکمرغۍ او سوکالۍ لپاره خپل اقتصاد ته وده ورکړي.
محمد اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې وویل چې د بدلون د لسیزې په پای کې به په بهرنیو مرستو پورې د افغانستان تړلتیا راکمه شي او زموږ هېواد به د یوې داسې اتحادیې غړی وي چې له ډیموکراسۍ او بشري حقونو څخه ملاتړ او خپله راتلونکې به د سوداګرۍ او پانګونې له لارې مصوونه کړي.