د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د اوزبیکانو د فرهنګي او اجتماعي بنسټونو مسوولینو او غړو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
په پیل کې د کتاب بنسټ رئیس ډاکټر عزیزالله آرال د فرهنګ او ژبو په ځانګړي ډول د اوزبیکي ژبې د پیاوړتیا او ودې په برخه کې د جمهوررئیس غني هڅې وستایلې او وې ویل، د لومړي ځل لپاره د جمهوررئیس پر حکم د اوزبیکي ژبې قاموس ترتیب او چاپېږي. هغه زیاته کړه، اوزبیکي ژبې ته په تېرو پنځو کلونو کې بنیادي خدمتونه او پاملرنه شوې ده.
ډاکټر آرال د افغانستان د اوزبیکانو د فرهنګي او اجتماعي بنسټونو په استازیتوب وړاندیز وکړ چې د اوزبیکي ژبې او فرهنګ د لازیاتې ودې لپاره دې د تلې ۲۹مه د اوزبیکي ژبې ملي ورځې په توګه په کالیزه کې درج او همدا راز دې په کابل کې د دولت تر ملاتړ لاندې د اوزبیکي او ترکمني ژبو د مرکز پرانیسته منظور شي.
هغه څرګنده کړه، کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د اوزبیکي ژبې او د جمهوررئیس د ویاند دفتر د اوزبیکي ژبې د ډیپارټمنټونو په ایجاد سره، اوزبیکي ژبې خپل ځای په پام وړ ډول سره بیا موندلی دی.
همداراز د قرهش اجتماعي او فرهنګي ټولنې غړي محمداکبر دشتي، د هیواد د ژبو او فرهنګ د ودې لپاره د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، تاسې له داسې یوې ډلې سره مخ یاست چې د افغانستان اتحاد او یوموټي توب ته فکر کوي. نوموړي همدارنګه له جمهوررئیس سره د اوزبیک ځوانانو ستونزې شریکې کړې.
جمهوررئیس غني په کابل کې د اوزبیکي او ترکمني ژبو مرکز د ایجاد او د اوزبیکي ژبې د ملي ورځې په توګه د تلې ۲۹مې د وړاندیز منظورولو پر مهال وویل، د یوه ملت یووالی د ژبو او فرهنګونو په متقابل درناوي پورې اړه لري او هر افغان مسوولیت لري چې د ژبې او فرهنګ په وده کې ونډه ولري.
د هیواد جمهوررئیس وویل، هیله لرم د اوزبیکي او ترکمني ژبو مرکز د اوزبیکي ژبې د روښانه تاريخي اثارو د ژباړې په برخه کې هڅه وکړي، همداراز ټولو هیوادوالو ته د اوزبیکي ژبې د روزنې زمینه برابره کړي.
جمهوررئیس غني په افغانستان کې د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې په برخه کې د مرکزي اسیا هیوادونو په ځانګړي ډول د اوزبیکستان او ترکمنستان ارزښت ته په اشارې وویل، موږ باید د منځنۍ اسیا هیوادونه درک کړو، افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال نقطه ده، له همدې امله اوزبیکي او ترکمني ژبې باید له دغو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا وسیله شي.
د هیواد جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې تېر زموږ راتلونکی دی وویل، مخکې موږ د عظیم تمدن یوه برخه وو چې موږ پکې د څلورلار حیثت درلود، د سیمې د څلورلارې په توګه د افغانستان د مقام د بیا راژوندي کولو په خاطر باید فرهنګي مشترکات وده وکړي او د سیمې هیوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هیوادونو په اړه باید زموږ نظر مثبت اوسي.
ښاغلی ولسمشره په افغانستان کی به د نورو ژبو سره څه کوی؟
ایا بلوڅی، نورستانی، پشه یی، ګجری، قزلباشی، چله سی، کوهستانی، پامیری، کلنګلی او نوری د ۳۰ څخه زیاتو ژبو ویونکو سره به څه کوی؟
ښاغلی ولسمشره کوشش پکار دی چه په افغانستان کی د یو والی کوشش وکړو، افغانستان یو افغانستان کړو، په ژبو، قومونو، قوماندانانو، شمال،
جنوب، تنظیم او په ډلو ټپلو خپل وخت عبث تیر نکړو.
والسلام