انس حقاني

تاند – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د حقاني شبکې او د کوېټې شورا د ۱۱ غړو د اعدام حکم توشیح کړ.

حقاني شبکه د پاکستان تر کنټرول لاندې وزیرستان کې ځالې لري او ویل کیږي چې غړي یې په پاکستان کې ازاد تګ راتګ کوي.‌

تېره ورځ /چارشنبه د می ۳۱مه/ په کابل ښارکې په یوه زوروره چاودنه کې چې د ښار په دپلوماتیکه سیمه کې وشوه نژدې ۹۵ افغانان شهیدان او خواوشا ۴۰۰ تنه نور ټپیان شول.

په یوه لنډه بیانیه کې چې د شپې په ۱۰ بجو د افغانستان له ملي تلوېزیون نه خپره شوه ولسمشرغني وویل چې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو د مشرانو په مشوره به جدي پرېکړه وکړي.‌

که څه هم چې په کابل کې د می د ۳۱مې د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی، خو د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه برید د حقاني ترهګرې شبکې له خوا د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) په مرسته ترسره شوی دی.‌

ویل کیږي چې د پاکستان د نظامي استخباراتو اداره په سیمه کې د خپل ستراتیژیک عمق د هدف د ترلاسه کولو لپاره افغان ګروپونه له خواوشا ۴ لسیزو راهیسې د اسلام د دفاع په نامه استعمالوي.‌ (د آی اېس آی د اصل په هکله معلومات)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *