تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /چهارشنبه/ سویس ته روان شو چې په داوس ښار کې د نړۍ په کالنۍ اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني به د سویس د دوه ورځني سفر په لړ کې دې نړیوالې غونډې ته د وینا ترڅنګ د ناټو له سرمنشي، د یو شمېر دولتونو له مشرانو او د مالي موسسو له مسوولانو سره خبرې وکړي.
د داوس د نړیوالې اقتصادي غونډې تر څنګ به د افغانستان د حالاتو، او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د ارزولو لپاره د افغانستان، پاکستان او امریکا درې اړخیزه ناسته جوړه شي.
د داوس غونډه هر کال جوړېږي او عموماً د افغانستان ولسمشر د ګڼو نورو هیوادونو د مشرانو ترڅنګ پکې ګډون کوي.