تاند- جنرال عبدالله حبیبي او محمد معصوم ستانکزی د دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست ته ونومول شول.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، برید جنرال حبیبي د دفاع وزارت ته او معصوم ستانکزی د ملي امنیت ریاست ته نومول شوي دي.

حاضردمه ښاغلی ستانکزی د دفاع وزارت سرپرست دی.

نوموړی وروسته له هغه د دفاع وزارت د سرپرست وزیر په توګه کار کوي چې تېر کال ولسي جرګې د اعتماد رایه ورنه کړه.

تر ده وړاندې ولسي جرګې د دفاع وزارت لپاره د ملي یووالي د حکومت څو نور کاندیدان هم رد کړي ول.

تېره اوونۍ د ولسي جرګې ريیس له ولسمشره وغوښتل چې د دفاع او ملي امنیت د سرپرستانو پر ځای خپل نوماندان ورمعرفي کړي.

معصوم ستانکزي تر دې پخوا د سولې د عالي شورا غړی و. دی له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ پوري د افغانستان د مخابراتو وزیر و.

نوموړی د ۲۰۱۱ کال په انتحاري حمله کې سخت ټپي شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *