تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ غزني ته لاړ چې د دغه ښار امنیتي وضعیت له نژدې وګوري.
دا په اسد (اګست) میاشت کې د طالبانو له لوري پر غزني ښار له حملې وروسته دوهم ځل دی چې ولسمشر غني غزني ته سفر کوي.
ځینې راپورونه وايي چې غزني ته د ولسمشر له رسېدو سره په یو وخت پر دغه ښار توغندويي بریدونه شوي دي. تېر ځل هم غزني ته د ولسمشر غني له رسېدو سره سم پر دغه ښار توغندي ویشتل شوي وو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لږترلږه دوه راکټونه د غزني د والي له دفتره ۳۰۰ متره لېرې ولګېدل.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویندوی احمد خان سیرت وايي چې دوه توغندي د ولایت مقام ته نژدې لکېدلي خو دریم لېرې ځای لګېدلی دی.
تراوسه پورې د توغندو د لګېدو له کبله د مرګ ژوبلو یا تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
له ولسمشر غني سره دا ځل په سفر کې لومړۍ مېرمن رولا غني، د اجرايي ريیس لومړی مرستیال انجنیر محمد خان او یو شمېر نور چارواکي ملګري دي.
تېره اوونۍ ښاغلي غني لومړۍ درجې ته د غزني د ټولو تشکیلاتو د لوړېدو امر وکړ.