تاند- د افغانستان ولسمشر وايي چې له طالبانو سره خبرې به په یوه دوامداره پروسه بدلې شي او په دې خبرو کې به د ډیورنډ کرښې مسله هیڅکله شامله نه کړي.
ولسمشر غني د دولت له وسله والو مخالفانو سره د مخامخ خبرو د بېلابېلو جوانبو په اړه پرون وروسته له دې څرګندونې وکړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د حکومت پلاوي د طالبانو له غړیو سره په اسلام اباد کې مخامخ خبرې وکړې.
ښاغلي غني پرون په ارګ کې د رسنیو له مسوولانو او د سیاسي چارو شناندو سره په کتنه کې وویل، د سولې په مقدماتي خبرو اترو کې پر درو مهمو موضوعاتو بحث کېږي؛ یو دا چې دا ناسته به په دوامداره پروسه بدلېږي، اعتماد به رامنځته کېږي او د سولې د خبرو په اجنډا کې به د مهمو شاملو موضوعاتو فهرست چمتو کېږي.
ولسمشر غني تاکید وکاوه چې دا خبرې یوازې او یوازې د افغانانو ترمنځ دي او مالکیت یې هم د افغانانو دی.
ده په افغانستان کې د سولې په اړه د افغانانو، نړۍ او د سیمې د هیوادونو د نظر د یووالي یادونه وکړه، ویې ویل:«له نېکه مرغه د سیمې او نړۍ هیوادونه او همداراز مخالفان پوهېدلي چې افغان امنیتي ځواکونه څوک ماتولی نه شي، نو د افغانستان حکومت به د سولې په خبرو کې په لوړ موقف خبرې وکړي.»
ده زیاته کړه:«زموږ هدف دا دی چې په لومړي پړاو کې د تاوتریخوالي شدت لږ شي او په نهايي مرحله کې یو مخ پای ته ورسېږي.»
ولسمشر دا هم وویل چې د سولې د خبرو په پلاوی کې به د پخوا په شان د ښځو ونډه په خپل حال پاتې شي او د اساسي قانون د لومړي او دوهم باب بدلېدا به د بحث په موضوعاتو کې شامله نه وي.
ده د دیورند کرښې په اړه وویل چې د دیورنډ کرښه هیڅکله د سولې د خبرو اترو په اجنډا کې شامله نه وه او نه به شامله شي.
په همدې حال کې د امریکا حکومت د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د اسلام اباد د خبرو هرکلی وکړ. (نور)
د دواړو لورو ترمنځ خبرو دوه ساعته دوام کړی خو تراوسه معلومه شوې نه ده چې دوی په کومو موضوعاتو ږغېدلي دي.
پدی باندی ټول افغانان پوه شو دلته یوازی یوازی سیاسی پروژی پلی کیږی اوټول پدی هم پوه شو چه هیڅ یو ګاوندی ملک د خپل مفاد او دخپلی پروژی تطبق څخه بله فصله نشی منلی نو بیا هم وایم چه ټول افغانان هغه خوا او دیخوا سره کښینی او خپل مشکل پخپله حل کړی دا کار هغه وخت کیدا شی چه افغانان د خارجی هیوادو نو د ساسی پروژو د تطبق غړی نه اوسی وسلام