تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې تللی دی، نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ویني.
ده تراوسه پوري د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو د غونډې ترڅنګ د قزاقستان، چین، تاجکستان او منګولیا له مشرانو سره کتلي دي.
چینايي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد ولسمشر کشي جین پیننګ نن د روسیې په اوفا ښار کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
چین په وروستیو کې د افغانستان د سولې په پروسه کې لېوالتیا زیاته کړې او وروسته له دې چې په خپله خاوره کې یې د افغان خواوو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړ، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د مري د تفریحي ښارګي په خبرو کې یې استازي ګډون وکړ.
د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه هیواد ولسمشر امام علي رحمان پرون د روسیې په اوفا ښار کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.
ویل شوي چې دواړو خواوو په سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ترانسپورتي او امنیتي برخو کې پر همکاریو خبرې وکړې.
د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ، د چین، تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او ایران د اورګاډي د پټلۍ، د کاسا ۱۰۰۰ د پنځه سوه کیلوواټه برېښنا د انتقال او د د افغانستان او تاجکستان د ګازو د پایپ لای په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې د منګولیا ولسمشر (څخیه ایلبګ دورج) د افغانستان له ولسمشر سره د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو د غونډې ترڅنګ په کتنه کې له افغانستان سره د پخوانیو دوستانه اړیکو د بیاغوړولو هیله وکړه.
ده وویل چې له ۲۰۰۳ څخه د منګولیا سوله ساتي په افغانستان کې د ملګروملتو په سوله ساتي ماموریت کې برخه لري.
د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف هم د افغانستان له ولسمشر سره کتنه وکړه.
نظربایف نن د افغانستان ولسمشر ته وویل چې افغانانو ډېرې سختۍ تېرې کړي چې دی ورسره خواخوږي څرګندوي.
ده همداراز وویل چې په هره نړیواله غونډه کې یې د افغانستان په ملاتړ کې خبرې کړي دي.
د افغانستان ولسمشر د قزاقستان له ولسمشره په دې مننه وکړه چې په خپله خاوره کې افغان امنیتي ځواکونه روزي او افغان محصلانو ته یې بورسونه ورکړي دي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني نن د روسیې او یو شمېر نورو هیوادونو له مشرانو سره هم جلا جلا خبرې وکړي.
روسي خبري اژانسونه وايي چې د افغانستان ولسمشر به د جمعې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کاسا زر پروژې په اړه خبرې وکړي.