ولسمشر غني د شانګهای همکاریو سازمان له غونډې ډک لاس هیواد ته راستون شو.
ارګ ماڼۍ وایي ولسمشر د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ قرغیزستان ته له دوه ورځني رسمي سفر او د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناسته کې له ګډون، وینا او د یو شمېر هیوادونو مشرانو او استازو سره له جلا جلا کتنو وروسته نن ماسخوتن بېرته هیواد ته راغی.
ولسمشر غني د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو سرمشریزې ته تر وینا وړاندې او وروسته نن بیا هم له یو شمیر سیمه ییزو مشرانو سره لیدلي دي.
په دې لړ کې نن مازیګر جمهور رییس غني د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د افغانستان او ایران د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا، د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع او د افغان دولت په محوریت د سولې پروسې اومنطقوي تفاهم په اړه بحث او خبرې وکړې
لیدنه کې د دواړو هیوادونو د ګډو کمېټو د کار په چټکوالي هم ټینګار وشو.
د یوبل خبر له مخې ولسمشرغني نن سهار د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د لا پراختیا، افغان سولې، کاسا زر پروژې، د افغانستان له لارې د برېښنا د لېږد او د اورګاډي پټلۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني د برېښنا او انرژۍ د لېږد په برخه کې د افغانستان ظرفیت ته په اشارې وویل، افغانستان جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ د لېږد اسانه مسیر او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د تاجکستان ولسمشر بیا وویل، د دوستانه مناسباتو او اوږد سرحد لرلو له امله د افغانستان امنیت او ثبات تاجکستان لپاره مهم دی.

سلام
ولس مشرہ ! وایی چی یو سری پہ سفر روانیدہ نو لہ یوہ حکیم نہ یی پوشتنہ وکرہ چی لہ چا سرہ ملگرتیا کوم او لہ چا نہ خان ساتم ،حکیم ورتہ وویل چی لہ آ تہ رنگ ہ سریو نہ ددہ کوہ:
ھغہ چی احسان نہ منی
ھغہ چی بی سببہ اگر ورخی
ھغہ چی تگ وی
ھغہ چی دروغجن وی
ھغہ چی بی حیا وی
ھغہ چی پہ اناٹو یاذکوروبد گو مانی کوی
او ھغہ چی شھرت غوشتونکئ وی
خو لہ بدہ مرغہ پہ افغانستان کی لہ رنگونو خبرہ او تی دہ ھر سری د خپل فکر زعیم شوی ، نیو کہ او سیاست ولی پہ مسلک بدل شوی او پاو او چارک نشتہ بلکی تول من او خروار دی۔ د بیان او آزادی تر نوم لاندی ھر دول بی ادبی کوم عار نہ گنل کیزی ۔
ھیخوک نہ وایی چی زہ نہ پوھیزم داھم یو ستر مشکل دی۔ پہ سیاسی لحاظ کیداشی دیر خلک تاسرہ موافق نہ وی او بلہ ھرہ ستونزہ چی وی دادی د ھغو کاردی زہ پردے بحٹ نہ کوم ۔ مگر د افغانستان او سنی حالت پہ اقتصادی خلور لاری بدلول ستا مھارت دی چی دا د افغانستان لپار تاریخی بریا او کامیابی گنل کیزی ۔د بریا دوھمہ برخہ چی ھم بھرنے سیاست ور۔ سرہ ملگری دی او ھم کورنی د سول راوستل د افغانستان ولس لپارہ اب حیات دی او پاکستان تہ ھم تلونکی یی سرہ ددی چی سولہ د مرغی پی دی! خو بیا ھم کوشش وکرہ!
افغانان باید لہ سیاستہ ووخی او د یو ویشتلی پیری پہ اقتصادی دھلیز ننوخی چی وخت لہ وختہ تیری ی او دغہ شرائط بیرتہ نہ راگرخی لکہ کرزی چی بیا لہ سر ہ سیاست پلوی شوی دی
د پشتو توری نہ لرم معذرت غوارم
او ھغہ چی لہ آخر تہ بی پرو ا وی